د هلمند موسیکلا ولسوالۍ کې د دولتي ادارو د ګډ پلاوي د څارنې په پایله کې شپږ د تېلو پمپونه د لېټر کموالي او سرغړونو له امله تړل شوي.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض وايي، یاد پلاوي موسیکلا ولسوالۍ کې ۱۰۰ د تېلو پمپونه وارزول چې ۶ یې د ټاکل شوي معیار خلاف تېل پلورل.
نوموړي وویل، د نظارت موخه د خلکو له حقونو ساتنه او د سوداګرو د سرغړونو مخنیوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل، د تېلو پمپونو مسوولانو ته اړینې سپارښتنې وشوې، څو راتلونکې کې له سرغړونو ډډه وکړه.
دا داسې مهال دی چې دې وروستیو کې د هلمند یو شمېر ولسوالیو کې د تېلو د بیو، کیفیت او لېټر د کموالي په اړه د خلکو شکایتونه زیات شوي وو.
د ځایي ادارو له لوري دا ډول څارنې د دې لپاره ترسره کېږي، څو په بازار کې شفافیت رامنځته شي، د ناقانونه کړنو مخه ونیول شي او پر سوداګرو د قوانینو د پلي کېدو ډاډ ترلاسه شي.