د خوست والي عبدالله مختار وايي، د تعليم کول د ژغورنې یوازینۍ وسيله ده.
هغه تېره ورځ (پنجشنبه، جدي ۱۸) دغه ولايت کې د ښوونځيو او ديني مدرسو د غوره زدهکوونکو د ستاينې غونډه کې د تعليم په ترلاسه کولو ټينګار کړی او دا يې د ژغورنې وسیله بللې.
ده وويل، تعليم د اوسني عصر يوه اړتيا ده او د تعليم برتري د دنيا او اخرت د سعادت سبب کيږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
زده کوونکي هم د ستاينې دا ډول پروګرامونه زدهکړو ته د ليوالتيا په زياتوالي او د دوی ترمنځ د سالم رقابت په رامنځته کولو کې ګټور بولي.
يو تن زدهکوونکي نعمت الله وويل، دا ډول غونډې زدهکړو ته د هڅونې او د ښوونځي او مدرسې ترمنځ د اړيکو د لا ټينګښت لامل کیږي.
د خوست د پوهنې رياست د مالوماتو له مخې، سږ کال دغه ولایت کې له دولتي او خصوصي ښوونځيو ۷۷۶۷ او له ديني مدرسو ۱۸۸۱ کسان فارغ شوي دي.