د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د عمان سلطنت بهرنيو چارو وزير بدر بن حمد البوسعيدي سره ټيليفوني خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې په دغو ټلیفوني خبرو کې د افغانستان او عمان پر دوو اړخيزو اړيکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو، ټرانزیټي او ټرانسپورټي همکاريو په پراختيا بحث او خبرې کړي.
امیر خان متقي عمان ته خپل وروستی سفر ګټور بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې دې وروستيو کې د پلاوو تبادله، ګڼو برخو کې د همکاريو د پراختيا لپاره مهمه بللې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ښاغلي متقي خپل عماني سيال ته په مناسب وخت کې کابل ته د سفر بلنه ورکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه يې سلا مشورې گټورې وبللې.
د عمان بهرنيو چارو وزير د دوارو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تبادله د همکاريو د پراختيا لپاره مهم وبلل او زياته يې کړه چې نږدې راتلونکې کې به د عمان د هوايي چلند تخنيکي پلاوی کابل ته سفر وکړي.
ښاغلي بدر بن حمد البوسعيدي کابل ته په مناسب وخت کې د سفر چمتووالي وښود او هيله يې څرگنده کړه چې د سفر پرمهال د دوو اړخيزو همکاريو د پراختيا په اړه گټورې خبرې ترسره شي.