Asset 1SWN

سلام وطندار

له مسلکي زده‌کړو فارغه شوي د کاري فرصتونو غوښتنه کوي

350-people-graduated-from-a-technical-and-vocational-training-institution-in-Kabul-1-rh96e6lqk5zwoeoteip2hrv14uamc071xafj69k7ew

کابل کې له یوې خصوصي موسسې څخه ۳۵۰ تنه له شپږ میاشتو مسلکي او فني زده‌کړو وروسته فارغ شول.

دغه ځوانان وايي چې اوس بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې د کار لپاره بشپړ چمتووالی لري.

کوم ځوانان چې له دغې روزنيزې دورې فارغه شوي، د کاري فرصتونو د زياتوالي غوښتنه کوي او د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره د ټکنالوژۍ پر ارزښت ټينګار کوي.

نصيب‌الله او حبيب‌الرحمان چې د دغې روزنيزې دورې په ترڅ کې يې د سمارټ موبايلونو او کمپيوټرونو د ترميم مسلک زده کړی، وايي چې اوس د ټکنالوژۍ په برخه کې د کار کولو اړين مهارتونه لري او که ورته کاري زمينې برابرې شي، کولی شي نورو ځوانانو ته هم د کار زمينه برابره کړي.

نصيب‌الله وايي: «په نننۍ نړۍ کې له ټکنالوژۍ پرته ژوند پر مخ نه شي تلی. هر څه له کمپيوټر، ټکنالوژۍ، موبايل او انټرنېټ سره تړلي دي او اړينه ده چې خلک ورسره بلدتيا ولري. په حسابدارۍ، بانکدارۍ او دفتري چارو کې، په هر ځای کې له کمپيوټر او ټکنالوژۍ کار اخيستل کېږي. زموږ غوښتنه دا ده چې ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر شي، ځکه بېکاري د کړاو، ستونزو او له هېواده د کډوالۍ لامل ګرځي.»

حبيب‌الرحمان هم وايي: «په نننۍ نړۍ کې ټکنالوژۍ ډېر پرمختګ کړی او که دا بهير همداسې روان وي او همداسې بنسټونه موجود وي، موږ ځوانان کولی شو زده‌کړې وکړو او د ټکنالوژۍ په برخه کې لاسرسی ومومو. هغه لومړۍ ورځ چې دې کورس ته راغلم، موږ د موبايل له پرزو سره بلدتيا نه لرله، خو اوس مو له هارډوير او سافټوير سره بلدتيا پيدا کړې.»

په همدې حال کې، د ياد خصوصي بنسټ مسوولان وايي چې هر کال د کار بازار ته د ځوانانو د چمتو کولو په موخه، له ۷۰۰ زيات زده‌کوونکي د بېلابېلو فني او مسلکي برخو کې روزي.

د دغه خصوصي بنسټ له ښوونکو څخه مجتبی سيرت وايي: «دامهال نږدې ۳۵۰ تنه زموږ له درسي ټولګيو څخه فارغېږي، دا کسان د شپږ مياشتنيو روزنيزو دورو له لارې د برقي وسايلو ترميم، د موټرو او يخچالونو ترميم، د کمپيوټر هارډوير او سافټوير او نورو برخو کې زده‌کړې کړي، هره يو يې د ځوانانو مسلکي وړتياوې لوړوي.»

د اسلامي امارت د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولان هم وايي چې دغه وزارت په ټول افغانستان کې د فني او مسلکي زده‌کړو د پراختيا له لارې هڅه کړې، څو ځوانان د ټکنالوژۍ په برخه کې وروزي او د کار بازار ته يې چمتو کړي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار مرستيال محمدزاهد احمدزي وايي: «د کار او ټولنيزو چارو وزارت د فن او حرفې په برخه کې داسې زمينه برابره کړې چې هر څوک د کسب او کار خاوند شي او وکولی شي له دې لارې د ځان او خپلې کورنۍ لپاره حلال رزق او روزي برابره کړي.»

د يادونې ده چې د دوشنبې په ورځ، د جدی مياشتې په ۱۵مه، کابل کې د دغو ځوانانو د فراغت مراسم ولمانځل شول.

دغه ځوانان د شپږو مياشتو لپاره د خياطۍ، د موټرانجن، د موټر وايرنګ، نلدوانۍ، د اور وژنې سيستم، د ايرکنډيشن ترميم، د ودانيو لين‌کشي، کمپيوټري مهارتونو، ويب‌ډيزاين او د موبايل ترميم په برخو کې روزل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام