Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې ټرافیکي پېښه کې ۵ کسانو ژوند بایللی

کندهار ټرافیکي پېښه

کندهار کې ځايي سرچینې وايي، دغه ولایت کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۵ کسانو ژوند بایللی.

سرچینې وايي چې پېښه نن (یکشنبه، جدي ۱۴) سهار د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند «نساجي پله» سیمه کې شوې.

د سرچینو په وینا، پېښه د پاسو او ټېلر موټرو ترمنځ د ټکر په دلیل شوې چې پاسو کې سپرو پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

تراوسه دا نه ده روښانه شوې چې مړو شویو کې ښځې او ماشومان هم شته او کنه.

پېښه د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام