Asset 1SWN

سلام وطندار

د خوست والي: هېڅوک دې نورو هېوادونو ته د جهاد لپاره نه‌ځي

IMG-20260103-WA0008

د خوست والي عبدالله مختار وايي چې له نړيوالو سره د اسلامي امارت له‌خوا د دوحي تړون پرمهال ژمنه شوې وه چې له افغانستان څخه به نړۍ او ګاونډيانو ته هېڅ ګواښ نه‌وي او نه به هم ګاونډيان افغانستان ته کوم زیان رسوي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ په خوست کې «جامعه مظرالعلوم نيازي ډيري» مدرسه کې د دستربندي جلسه کې وکړې.

نوموړي زیاته کړه چې د دوحې پرېکړې او همداراز کابل کې د هېواد ديني عالمانو وروستۍ پرېکړې ته بايد درناوي وشي او هېڅوک بايد نورو هيوادونو ته د جهاد لپاره لاړ نه‌شي.

هغه وويل:«تر هغه چې په دې هېواد کې اسلامي نظام وي په دې هيواد هيچا ته هم د يرغل اجازه نه‌ورکوو.که څوک مو په هيواد يرغل او تجاوز کوي، نو د هېواد په ټولو وګړو جهاد فرض دی او له هېواد څخه دفاع لپاره هر ډول قرباني ته تيار يو. څو کاله وړاندې په دوحه کې له نړيوالو او خصوصا له ګاونډيانو سره تعهد شوی و چې نه به له افغانستان څخه چا ته خطر وي او نه د نورو ضرر منو. په کابل کې زرګونه عالمانو پريکړه وکړه او هم مشرتابه امر کړی چې هيڅوک له هيواد څخه بهر د جهاد لپاره نشي تللی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د خوست والي همداراز په دغه غونډه کې وويل چې دغه ولایت کې يې په ولايتي کچه  د ځان‌وژنې پېښو د مخنيوي او کمولو لپاره پرېکړه کړې، هغه کس چې ځان په خپله ووژني له خپلې کورنۍ پرته نور خلک نه‌شي کولی چې په جنازه او فاتحې مراسمو کې يې ګډون وکړي.

هغه دغه‌راز وويل، هېچا ته اجازه نشته چې په انتقامي ډول څوک قتل کړي، بلکې يادې چارې دې د محاکمو له لارې مخکې بوځي.

خوست والي له قومي مخورو او ديني عالمانو غوښتنه وکړه چې په خوست کې د قومي شخړو او نورو شخصي دښمنیو د مخنيوي لپاره دې خپلې هڅی زياتې کړي او تفرقې دې له‌منځه يوسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام