Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات کې ۱۳۰ جوړو لپاره د ډله‌ییز واده مراسم نیول شوي

IMG-20260101-WA0019

د هرات چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د ۱۳۰ ځوانو جوړو د  ډله‌ییز واده مراسم جوړ شوي و.

د یاد بنسټ مسوول عبدالحق صدیقي وایي چې د هرې جوړې لپاره نغدي مرسته، د ناوې او زوم جامې، د کور د اړتیا وړ ۷۲ ډوله توکي او همدارنګه لومړني خوراکي مواد وېشل شوي دي.

د هغه په وینا، هرې جوړې ته د سل زره افغانیو په ارزښت د جهیز برابر شوی چې د جهیز ټولیز لګښت ۱۳ میلیونه افغانیو ته رسېږي.



سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


صدیقي زیاته کړه چې د دې پروګرام موخه د هغو ځوانانو ملاتړ دی چې د اقتصادي ستونزو له امله د واده کولو توان نه‌لري.

د یادونې وړ ده چې دا په هرات ولایت کې د «حبیب‌یار» خیریه بنسټ له‌خوا د ډله‌ییزو ودونو پنځلسم پړاو دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام