سختې وچکالۍ او د عقرب میاشتې په ۱۲مه له زلزله وروسته د اوبو د سرچینو وچېدل، د سمنګان د فیروزنخچیر ولسوالي اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي.
هغه بزګران چې کلونه یې په کرنیزو ځمکو زحمت ایستلی او اوس یې ځمکې د وچکالۍ له امله وچې شوي.
د فیروزنخچیر ولسوالي د «قوشمحله» سیمې اوسېدونکی نوربای د وروستۍ زلزله د زیانونو په اړه وایي:
«زلزلې زموږ کورونه او د اوبو سرچینې وچې کړي. اوبه نهوې؛ موږ اړ شو چې کلي پرېږدو او په دې دښت کې خیمې ودروو.»
د نوربای کیسه د ډېرو نورو کورنیو کیسه هم ده؛ هغه کورنۍ چې اړې شوې له خپلو ماشومانو او څارويو سره کیلومتره لرې په خیمو کې ژوند کوي.
د همدغې سیمې بل اوسېدونکی حاجي قاسم وایي:
«موږ د اوبو نشتوالي له امله اړ شو چې کډه وکړو. زموږ د اوبو سرچینې وچې شوي. زموږ د ځمکو حاصلات کم وو، خو سږ کال ان یو سلنه هم نه وو.»
د څاهګانو وچېدل او د اوبو د زېرمو له منځه تلل هغه ستونزې دي چې خلک یې له زلزلې وړاندې ورسره مخ وو.
د «قوش محله» کلي استازی ملا شېر محمد د شته ستونزو په اړه داسې وایي:
«د خلکو تر ټولو اساسي ستونزه اوبه دي. خلک د اوبو د کمښت له امله اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي. حتی دلته چې راغلي یو، اوبه له موږ درې تر څلور کیلومتره فاصله لري. له اسلامي امارت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ لپاره ژورې څاګانې وکندي او د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاتوي چې وچکالۍ هغه کرنیزې ځمکې چې پخوا یې تر ۳۰ منه حاصل ورکولو، اوس دغه کرنیزې ځمکې په دښتو بدلې شوي.
په فقیرآباد کلي کې هم وضعیت د پخوا په پرتله خراب دی، بزګر خال محمد پنځه کاله کېږي چې پر ځمکو یې څه نهدي کرلي.
«له تېرو دریو کلونو راهیسې وچکالي ده. د اوبو سرچینې وچې شوي. کرنه نهکوو؛ وچکالي ده او حاصل نه ورکوي.»
د یادولو ده چې وچکالي یوازې کرنې ته زیان نه دی رسولی؛ د خلکو مالداري یې هم په پراخ ډول زیانمنه کړې او ګڼې کورنۍ نور د اوبو او واښو د کموالي له امله د خپلو څارویو د ساتلو وس نه لري.
د فیروزنخچیر ولسوالۍ مرستیال عبدالمنان اسلمي دغه وضعیت تاییدوي:
«وچکالي د خلکو د کرنې ته شاوخوا اتیا سلنه زیان رسولی. غنم، کنجد او شړشم حاصل نه ورکوي. شاوخوا اتیا سلنه د خلکو مالداري هم زیانمنه شوې. د حیواناتو لپاره واښه نشته.»
نوموړی زیاتوي چې د مرستندویو ادارو همکاري ډېره محدوده ده او د دې لپاره چې خلک نورو سیمو ته له کډې کولو منع شي، اړینه ده چې مؤسسات سمدستي له بزګرانو او مالدارانو سره مرسته وکړي.