د هرات ځايي مسوولان وايي، له تېرې ورځې راهیسې په رسمي ډول دغه ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د تصویر په خپرولو بندیز لګول شوی.
د هرات د امربالمعروف او نهيعنالمنکر رییس عزیز الرحمان مهاجر د دغه خبر په تاییدولو سره سلاموطندار ته وویل، دغه ولایت کې تصویري خپرونې په بشپړ ډول بندې دي.
هغه وویل: «کوم قانون چې د امر بالمعروف له لوري تصویب شوی، په کې راغلي چې د ژوندیو موجوداتو تصویر باید خپور نهشي. پخوا مو هم ټولو رسنیو ته ویلي وو او اوس هم په جدي توګه وایو چې که کومه رسنۍ سرغړونه وکړي، د اصولو او قانون مطابق ورسره چلند کوو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی ټینګار کوي چې د ژوندیو موجوداتو د تصویر خپرول ستره ګناه ده، ځکه په دې اړه حدیث هم راغلی.
د یادونې ده چې له تېرې ورځې د جدي له لسمې راهیسي هرات کې د محلي تصویري رسنیو خپرونې هم بندې شوي دي.
فاریاب کې د ژوندي موجوداتو د انځور پر خپرېدو داسې مهال بندیز لګول کېږي چې له دې وړاندې د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د ژوندیو پر تصویر خپرېدو بندیز لګېدلی دی.