Asset 1SWN

سلام وطندار

د پاکستان له بندخونو تر ۳۰۰ زیات افغان کډوال ازاد شول

b9c366cf1d801b2a98db4fec0dd14919649199b2-1024x768

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بندخونو ۳۴۵ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت نن (پنجشنبه، جدي ۱۱) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه افغانان د پاکستان له بېلا بېلو سیمو نیول شوي وو او له یوې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د مالوماتو له مخې، یاد افغانان د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست اړوند د سپین‌بولدک د لېږد امریت کې تر ثبت او مرستو تر لاسه کولو وروسته، خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

له دې مخکې هم د اسلامي امارت اړوند ادارو د پاکستان له زندانونو د ګڼ‌شمېر افغانانو د ازادېدو خبر ورکړی وو.

بل‌خوا د کډوالو چارو وزارت بیا دا نه‌دي ویلي چې د پاکستان په زندانونو کې لاهم څومره افغانان بندیان دي.؟

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام