Asset 1SWN

سلام وطندار

ریچارد لیندسي: برتانیه له افغانانو ملاتړ ته ژمنه ده

Richard-Lindsay

د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړی استازی ریچارد لیندسي وايي، هېواد یې له افغانستان او افغانانو ملاتړ ته ژمن دی.

هغه تېره ورځ (چهارشنبه، جدي ۱۰) د نوي میلادي کال په مناسبت ویلي چې ۲۰۲۶ کال کې د افغانانو لپاره د سولې امنیت او ښې راتلونکې هیله لري.

هغه لیکلي چې: «برتانیا ستاسو ترڅنګ ولاړه ده او د ټولو لپاره له ثبات، فرصت او درناوی څخه ملاتړ کوي.»

ریچارد لیندسي د جوزا میاشتې په وروستیو کې د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو او له دې وړاندې یې هم ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانانو ملاتړ کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام