Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د پنګرام لوبډلې د فوټسال سیالیو اتلولي وګټله

0e2a8aa2-fdd2-49f3-a7f5-25c5cc1a5012

د لوګر د چرخ ولسوالي د «خزان» جام د فوټسال سیالیو پای‌لوبه د پنګرام چرخ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، یادې سیالي د ۲۰ لوبډلو په ګډون د لوګر د فوټسال کمېټې له‌خوا د یاد ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش امریت په همکاري ترسره شوې چې ۱۵ ورځې یې دوام درلود.

نوموړي زیاته کړه، د دغو سیالیو وروستۍ لوبه د اتحاد چرخ او پنګرام چرخ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې پنګرام چرخ لوبډلې وتوانېده د ۴ – ۱ په پایلې سره سیالي وګټي او د یادو سیالیو د اتلولۍ مقام خپل کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نعیم‌زي په وینا، د سیالیو په پای کې د لوګر د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت له‌خوا اتلې لوبډلې ته ستاینلیکونه، مډالونه او د اتلولۍ جام ورکړل شول.

هغه وویل، د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او ورورولۍ پیاوړتیا، په لوګر ولایت کې د فوټسال ورزش وده او پرمختګ، او د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام