Asset 1SWN

سلام وطندار

د لغمان اوسېدونکي: څاګانې وچې او د څښاک اوبه نه‌لرو

پاکې اوبه

لغمان یو له هغه ولایتونو څخه دی چې تر ځمکې لاندې اوبه یې په کمېدو دي او اوسېدونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د یاد ولایت باباصیب کمپ یو له هغه سیمو څخه دی چې د څښاک اوبه په‌کې په سختۍ سره پیدا کېږي او تر ځمکې لاندې اوبه یې تُرشې او د څښلو وړ نه‌دي.

د یادې سیمې اوسېدونکی زین‌الدین وایي چې د څښاک اوبه له لرې سیمو څخه راوړي او ماشومان یې له همدې امله له درسونو هم پاتې کیږي. نوموړی وایي چې د کور څاه یې تر شپیته مترو پورې ده، خو بیا يې هم اوبه د څښاک وړ نه‌دي.

هغه له مسوولو ادارو او همکارو موسسو څخه غواړي چې د یادې سیمې خلکو ته دې د څښلو پاکې اوبه برابرې کړي.

زین‌الدین وايي: «دلته خو اوبه ډیرې لاندې دي د خلکو وس نه کیږی چې ځانته څاه وباسي او څاه ګانې هم اویا مترو کې اوبه ورکوي زمونږ ماشومان له لرې ځایونو اوبه راوړي چې زیات وخت له مکتب هم پاتې کیږي نو زمونو غوښتنه دا ده چې دلته کورنو ته اوبه راتیرې شي او هم یې قیمت مناسب چې خلک ترې استفاده وکړي.»

حمدالله چې د لغمان مرکز سلطان غازي بابا ښارګوټي اوسېدونکی دی، وايي، د وچکالۍ له امله یې د کور څاه وچه شوې او د دولتي پایپونو له لارې راتلونکې اوبه هم ګرانې شوې دي چې د لوړې بیې له کبله یې د پېرلو وس نه‌لري او له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

هغه وویل: «په دې وروستیو کې په لغمان ولایت کې د وچکالۍ څپه ډیره زیاته شوې ده او اوبه ډیرې زیاتې وچې شوي دي څاه ګانې هم وچې شوي دي مونږ ته صحي اوبه سمې نه رسیږي که رسیږي هم ډیرې کمې وي.»

په ورته مهال د لغمان محلي مسوولان وایي چې د ښارډېری سیمو ته یې خوږې اوبه رسولي او هڅه کوي چې یاده چاره نوره هم چټکه کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د لغمان د ښاري اوبو رسولو امریت سرپرست امر انجینیر نوراغا سلام‌وطندار ته وویل چې د مهترلام ښار اړوند پنځه زره کورنیو ته یې د څښاک پاکې اوبه رسولې دي.

نوموړی زیاتوي چې په ۱۴۰۵ کال کې به هغو سیمو ته چې د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دي د اوبو رسولو لړۍ پیل کړي.

نوموړي وویل: «د لغمان مرکز یو شمېر سیمې چې څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي مونږ هڅه کوو چې هغوئ ته اوبو شبکې نسب کړو چې تعداد یې دوه زره شپږ سوه کورنیو ته رسیږي ، او فعلاً دغو کورنیو ته له دوه څاه ګانو اوبه ورکوو چې ډیر ژر به درېیمه څاه هم فعاله او د ښاري اوبو رشولو شبکې سره وصل کړو.»

د یادونې وړ ده چې د لغمان سلطان غازي بابا ښارګوټی او بابا صیب کمپ هغه سیمې دي چې اوسېدونکي يې وايي، تر ځمکې لاندې اوبه کمې شوي او که په ځینو ځایونو کې پیداهم شي تُروشي دي چې په روغتیايي لحاظ د څښلو وړ نه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام