د نړيوال بانک په مالي ملاتړ د پروان د شينواري ولسوالي په يوشمېر کليو کې د اوبو رسولو پروژې پلې کېږي.
د پروان د کلیوبیارغونې او پراختیا رياست د مطبوعاتو مسوول عبدالصبور رویت نن دوشنبه، مرغومې اتمه، سلاموطندار ته وويل چې دغه پروژې د شينواري ولسوالي د قلعه محمود او چلما کليو کې پلې کېږي.
د نوموړي په وینا، د یادو پروژو ټوليز لګښت درې ميليونه او څلور سوه اتيا زره او اووه سوه پنځوس (۳٬۴۸۰٬۷۵۰) افغانۍ کېږي چې د نړيوال بانک له مرستو تمويليږي.
د هغه په وينا، په قلعه محمود کلي کې د ۷۰ مترو په ژوروالي يوه د اوبو څاه کېندل کېږي، ۳۰ تختې سولر، د واټرپمپ يوه پايه او انورټر نصب او همدارنګه ۱۳۰۰ متره د پایپ غځولو لپاره کندنکاري پکې شامل دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زياته کړه چې په چلما کلي کې هم ۳۰ تختې سولر، د واټرپمپ يو پايه او انورټر نصب کېږي او ۴۵۰ متره د پایپونو د غځولو لپاره کندې هم ایستل کېږي.
عبدالصبور رویت وويل چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به سلګونه کورنۍ د پاکو او صحی څښاک اوبو ته لاسرسی ومومي چې دا به د خلکو د روغتيايي وضعيت په ښه کېدو، د اوبو د کمښت په راکمېدو او د سيمې د اوسېدونکو د ژوند د کچې په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.