په لوګر کې له نشې روغ شوي ۱۲۵ کسانو ته، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په هڅو، د AYSO موسسې تر چتر لاندې او دUNDP په مالي ملاتړ نغدي مرستې او د حرفو د پرمخ وړلو وسایل ووېشل شول.
د لوګر د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رییس قاري نورالله محمود وویل: «د خوښۍ ځای دی چې نن ۱۰۵ تنو بېرته راګرځېدلو کسانو ته، له درېمیاشتنیو حرفوي زدهکړو وروسته، د خپلو کورنیو لپاره د حلالې نفقې د ترلاسه کولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول.»
په ورته مهال، د AYSO موسسې د پروګرامونو مسوول، محبالله یوسفزي وویل، هغه ۱۰۵ کسان بېرته راګرځېدلي کسان چې د لوګر د معتادینو په روغتون کې یې درملنه شوې وه، د خیاطۍ، موټرسایکل تخنیک او د سولري سیستمونو د ترمیم په برخو کې تر درې میاشتنۍ مسلکي روزنې وروسته ورته اړوند کاري وسایل ورکړل شول.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، هغه ۲۰ تنه چې د مخدره موادو د اعتیاد له امله یې خپل کوچني کاروبارونه او حرفې له لاسه ورکړې وې، هر یوه ته د خپلې خوښې د کار د بیا پیل لپاره څه باندې ۸۲ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه. د یادو دواړو پروژو ټولیز ارزښت نږدې ۷.۵ میلیونه افغانۍ کېږي.
بلخوا، د لوګر مرستیال والي، مولوي محمدانور «دینپرور» دغو بېرته راګرځېدلو کسانو ته وویل چې ا.ا ژمن دی چې د هېواد په ځانګړې توګه په لوګر کې په نشې روږدو کسانو درملنه او هغوي ته د زده کړو ترڅنګ د کار زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د لوګر د معتادینو د درملنې ۳۰ بستریز روغتون کې درې بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.