Asset 1SWN

سلام وطندار

ژمی او د مرستو کمښت؛ «له پنځو میاشتو راهیسې مو مرسته نه‌ده ترلاسه کړې»

کډوال- مرسته- سېلاب‌ځپلي

د ژمي موسم په رارسېدو او د واورو او بارانونو له پیل سره، د هېواد د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي د بشري مرستو کمېدو له امله د خپل د ژوند او شرایطو د لا سختېدو خبره کوي.

دوی وایي، د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو برابرولو برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

د هرات اوسېدونکی ۲۸کلن جلیل محمد چې د ۹ کسیزې کورنۍ سرپرست دی، وایي، نږدې پنځه میاشتې کېږي چې د مرستندویو بنسټونو له لوري یې هېڅ ډول مرسته نه‌ده ترلاسه کړې.

نوموړی زیاتوي چې د مرستندویه بنسټونو له‌خوا نغدي او خوراکي مرستې د ده د ژوند د لګښتونو په برابرولو کې ډېرې ګټورې وې.

هغه وویل: «مخکې موسسې اوړه، وریجې، غوړي مرسته کوله او ځینو ته یې، د بانک کارتونه هم ورکول چې له لارې یې درې زره یا څلور زره افغانۍ له بانک څخه ترلاسه کېدې. اوس موږ هیڅ مرسته نه ترلاسه کوو. شاوخوا څلور یا پنځه میاشتې کېږي چې خیریه بنسټونه او موسسې بندې شوي او موږ هېڅ غذایي مرسته او نغدې پیسې نه دي ترلاسه کړي. مخکې د دغو مرستو له لارې به مو د کور مصارف، کرایه، برق یا اوبو پیسې ورکړې چې اوس کرایه دوه برابره شوې او د ژوند لګښتونه ډېر لوړ شوي دي.»

همدارنګه د بلخ اوسېدونکی ۳۴ کلن حبیب‌الله چې د خپلې څلور کسیزې کورنۍ د اړتیاوو د برابرولو مسوولیت پر غاړه لري، وایي چې د ژمي په موسم کې د مرستو کمېدو سره به ګڼو ستونزو سره مخ شي.

هغه وویل: «موږ د WFP کارت لره، خو اوس هم دا کارت بند شوی دی. مخکې له دې لږې مرستې زموږ اړتیاوې پوره کېدې، خو اوس که غوړي ترلاسه کړو، بیا اوړه نه رسیږي؛ یوه ستونزه حل شي، بله پاتې کېږي. موږ له کارت څخه پیسې ترلاسه کولې او د خپل معاش له لارې د خپلو ماشومانو اړتیاوې پوره کولې، خو اوس چې دا مرستې بندې شوې، وضعیت ډېر خراب شوی او موږ یې پوره کولای نه شو.»

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې سږنی ژمی د مالي سرچینو د کمښت له امله نه‌شي کولای په افغانستان کې د خوراکي توکو پراخ وېش وکړي.

همدارنګه، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ۲۰۲۵ کال وروستۍ شمېرې ښيي چې نږدې ۲۲.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کاپیسا اوسېدونکی ۳۵کلن احمد چې د ۱۵ کسیزې کورنۍ سرپرست دی، له مرستندویو بنسټونو غوښتنه کوي، چې د مرستو په بیا پیلولو سره لږ تر لږه د اړمنو کورنیو د ورځنیو اړتیاوو یوه برخه پوره کړي.

نوموړي وویل: «موږ غواړو چې خیریه موسسې، د ملګرو ملتونو سازمان او نړیواله ټولنه همکاري وکړي. موږ د سخت ژمي په درشل کې یو، ځکه نور عاید او ځمکه نه لرو. زموږ غوښتنه دا ده چې د ملګروملتونو سازمان او نړیواله ټولنه زموږ لاس ونیسي او د سون توکو او خوړو له اړخه مرسته وکړي.»

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت د مرستندویه بنسټونو د بشري مرستو د کمېدو یادونه کوي او وایي چې یاد وزارت د خلکو د اقتصادي ستونزو د دوامدار حل لپاره پر ملي انسجام او د بنسټیزو پروژو پر پلي کولو تمرکز کړی دی.

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایي: «د بودیجې او مالي منابعو کموالي له امله د بشري مرستو د نهادونو فعالیتونه کم شوي او په مستقیم ډول پر د ژوند د چارو منفي اغېز کړی دی. په ورته وخت کې زموږ د ملاتړ برنامو تمرکز په ټولنیز خوندیتوب، د انکشافي پروژو پلي کولو، د عامه او شخصي پانګونې له لارې په بنسټیزو سکټورونو او د کاري فرصتونو رامنځته کولو، او بهرني پانګونې ته لومړیتوب ورکول دي.»

بل‌خوا، اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي او وایي چې د بشري مرستو کمېدل یا درېدل به جدي پایلې ولري.

د اقتصادي چارو کارپوه حنیف فرزان په دې اړه وایي: «افغانستان کې د بشري مرستو د بندېدو یا کمښت په لنډمهاله موده کې د بې‌وزلۍ، د خوړو د امنیت کمښت، د روغتیايي او تعلیمي خدماتو ته د لاسرسي کموالی، د بې‌کاري زیاتوالی او د غیرقانوني کډوالۍ زیاتوالي سبب کېږي. د دې مرستو په اوږدمهاله بندېدو سره د خلکو د ځواک کمېدل، د انفلاسیون زیاتوالی، د بشري پراختیا شاخصونو خرابېدل، ټولنیزې طبقې ترمنځ واټن زیاتېدل، د ښاري بې‌وزلۍ پراختیا، د اقتصادي بنسټونو زیان، او د اقتصادي بیارغونې پروګرامونو درېدنه رامنځته کېږي چې دا ټول د اوږدمهاله ستونزو سبب کېږي.»

د ملګروملتونو امنیت شورا د هغو شمېرو له مخې چې د ۲۰۲۵کال د ډسمبر میاشتې په نیمايي کې خپرې کړي، نږدې ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري؛ خو د یادې شورا په وینا، د بودجې د کمښت له امله د ملګرو ملتونو تمرکز یوازې ۳.۹ میلیونه کسانو سره مرستې ته محدود شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام