رُستاق ولسوالي چې ۱۸۳ کلي او شاوخوا ۳۰۰زره نفوس لري، د تخار ولایت شمال ته پرته ولسوالي ده چې اوسیدونکي یې د ولسوالي مرکز ته د رسېدو لپاره ساعتونه مزل وهي.
د رُستاق ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي د ولسوالي په مرکزي روغتون کې د درملنې د چارو له ځنډ او د روغتیايي خدماتو له کمښت څخه شکایت کوي.
دوی وایي چې د لرې پرتو سیمو څخه د درملنې لپاره دغه روغتون ته مراجعه کوي؛ خو تر ساعتونو او ان ورځو انتظار وروسته هم د نوبت په ترلاسه کولو نه بریالي کېږي او ځینې وختونه د ډاکټر له معاینې پرته بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.
د رستاق اوسېدونکي نقیبالله مرادي وویل: «د دې ولسوالي د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی. ډېری خلک کروندګر دي او دا د وچکالي موسم دی. ټول خلک امکانات نهلري چې شخصي ډاکټر ته مراجعه وکړي. زه شخصاً په بازار کې غریبکار یم او د بهر نه د دوا ترلاسه کولو وس نهلرم، له همدې امله انتظار کوم.»
د یادې ولسوالي یوه بله اوسېدونکې سیمین وايي: «موږ دوه ورځې کېږي چې راغلي یوو، زموږ ناروغان ستونزې لري. له سهار اووه بجې راغلي یو، خو څوک نه ګوري او مراجعه نه کوي. پرون هم ډاکټر موږ ته نسخه رانکړه. که پیسې ولرو، شخصي ډاکټر ته ځو، موږ غریبان یو، نو دلته پاتې کېږو، یوازې دوه پاکټونه درمل اخیستلای شو.»
په ورته مهال د رستاق ولسوالي د مرکزي روغتون مسوولان وايي چې دغه روغتون ۳۰ بسترونه لري؛ خو د ناروغانو شمېر یې له ظرفیت څخه زیات دی. دوی د دې روغتون د پراخولو غوښتنه کوي، څو یې بسترونه له ۷۰ څخه تر ۱۰۰ پورې ورسېږي.
د رُستاق ولسوالي روغتیايي چارواکي وايي، سره له دې چې دغه روغتون کې شپه او ورځ روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي؛ خو د ناروغانو ګڼېګوڼې لامل شوي چې روغتیايي کارکوونکي ونهشي کولای ناروغانو ته په سمه توګه رسېدنه وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د رُستاق ولسوالي د عامې روغتیا عمومي مدیر حکیمالله نوري وايي: «په دې لویه ولسوالي کې چې نفوس یې ډېر دی، د ۳۰ بسترو لرونکی روغتون بسنه نهکوي. سره له دې چې د روغتون پرسونل شپه او ورځ هڅه کوي خدمات وړاندې کړي، د خلکو غوښتنې لاهم ډېرې دي او دا ۳۰ بسترې د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي.»
د رستاق روغتون د جراحي متخصص ډاکټر فرید احمد کشتورز وايي: «موږ نه یوازې دا چې اضافي بسترونه (ریزرف) نهلرو، بلکه د روغتون د بسترو پوښښ ۱۴۰٪ دی چې دا ښيي د ناروغانو بار پر روغتون د هغې له ظرفیت څخه زیات دی.»
له دې سره د تخار روغتیايي مسوولان وايي چې د دغه ولایت ډیری روغتیايي مرکزونه او روغتونونه کلونه وړاندې د هماغه وخت د نفوس لپاره جوړ شوي وو او په وروستیو کلونو کې د نفوس زیاتوالي سره، موجوده ظرفیت د خلکو اوسنۍ اړتیاوې نه پوره کوي.
دوی زیاتوي چې دامهال د تخار یوازې څلور ولسوالۍ عمومي روغتونونه یا« ډي اېچ» لري او د ۱۱ نورو ولسوالیو لپاره د عمومي روغتونونو جوړول د عامې روغتیا وزارت لهخوا منظور شوي دي.
د تخار د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدولي احمدزی وايي: «د رستاق ولسوالي روغتون ۳۰ بسترونه لري چې د ۷۰ بسترو د لوړولو منظوري یې له روغتیا وزارت څخه ترلاسه کړې، او بودیجه هم په نظر کې نیول شوې ده، ترڅو د تجهیزات اخیستل پیل شي.»
د یادونې ده چې رستاق ولسوالي د تخار له ګڼ نفوسه ولسوالیو څخه ده؛ خو د روغتیايي خدماتو کمښت د ناروغانو، په ځانګړي توګه د بېوزله کسانو ناخوښي رامنځته کړې چې روغتیايي مسوولان یې د نفوس د زیاتوالي پایله بولي.