د اسلامي امارت د بهرنیوچارو وزارت د اسراییلو له لوري د سومالیا اړوند د «سومالیا لنډ» سیمې په رسمیت پېژندل، په کلکه غندلي دي.
د بهرنیوچارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن یکشنبه، مرغومې اوومه پر خپله اېکسپاڼه یوې خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه وزارت د اسراییلي رژیم له لوري له سومالیا فدرالي جمهوریت څخه د «سومالیا لنډ» نومي سیمې د بېلتون د ملاتړ موضوع په کلکه غندي.
خبرپاڼه کې لیکل شوي: «دغه اقدام د یوه اسلامي هېواد د تجزیې هڅه ده، د نړیوالو قوانینو او د سومالیا د اسلامي هېواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض دی چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره منفي پایلې لرلی شي.»
خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دغه ډول اقدامات هېڅ ډول مشروعیت او قانوني حیثیت نه لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېره ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې سومالیا لنډ سیمه یې د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندلې ده.
د سومالیا فدرالي حکومت بیا دا اقدام د خپل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بللې او په کلکو ټکو یې غندلی دی.
ګڼو اسلامي هېوادونو او سیمهییزو بنسټونو هم دا پرېکړه د نړیوالو قوانینو خلاف ګڼلې ده.
د دوی په باور، دغه اقدام د افریقا په سیمه کې بېثباتي زیاتوي او د سولې هڅو ته زیان رسوي. بلخوا اسراییلو بیا ویلي چې دا پرېکړه د سیاسي او ستراتیژیکو ګټو پربنسټ شوې ده.