د لوګر د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست مسوولان وایي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ، له پاکستان او ایران هېوادونو څخه راستنو شویو ۱۳۰۰ کورنیو سره يي نغدي مرسته وکړه.
د دغه ولایت د سرې میاشتې ټولنې ریاست رییس مولوي میرهاشم حزبالله وویل چې دغه مرستې د ولایت په مرکز پلعلم او درېیوو ولسوالیو کې پر راستنو شویو کورنیو ووېشل شوې.
حذب الله زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته ۱۷زره افغانۍ ورکړل شوې او هڅې روانې دي چې پاتې او تازه راستنو شویو ته هم د مرستو لړۍ وغځول شي.
په ورته مهال، د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس، شهابالدین دلاور وویل چې دا ټولنه د راستنو شویو د ملاتړ لپاره ځانګړي او پراخ بشري پروګرامونه لري او د نن ورځې نغدي مرستې د همدغو هڅو یوه عملي بېلګه ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې بېرته راستانه شوي مرستو ته جدي اړتیا لري او اړینه ده چې د حکومتي ادارو ترڅنګ نړیوال بنسټونه هم ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا، یوشمېر هغه کسان چې تازه له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوي، له ترلاسه شویو مرستو خوښي څرګنده کړه، خو غوښتنه یې وکړه چې دا ډول مرستې دې دوامداره شي، څو وکولای شي خپلې لومړنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.
د یادونې وړ ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست له لوري په ورته ۱۳ سوه راسته شویو کډوالو ۱۹ میلیونه افغاني نغدي مرسته وېشل شوې ده.