ترکي رسنیو د سېشنبې په ورځ د دغه هېواد د امنیتي سرچینو په خبره راپور ورکړ چې د داعش ډلې یو لوړپوړی غړی محمد ګورن دې وروستیو ورځو کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د ترکیې استخباراتي ادارې له لوري نیول شوی.
د ترکیې امنیتي سرچینو ویلي، یاد کس غوښتل چې افغانستان، پاکستان، ترکیې او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې بریدونه طرحه او تنظیم کړي.
په همدې حال کې د امارت اسلامي ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، دا ډول نیونې د هغو مالوماتو پایله ده چې د امارت اسلامي لهخوا د داعش په اړه شریک شوي.
نوموړی ټینګار کوي چې اوس د داعش د پالنې پایته رسولو وخت را رسېدلی.
«د داعش اړوند کسان د هماغو مالوماتو پر بنسټ نیول کېږي چې زموږ له لوري رسنیز او له ټولو سره شریک شول؛ باید دا اعلانونه هر څومره ژر چې ممکن وي، بند شي او د داعش له شومې پدیدې څخه د هېڅ هېواد پر ضد ګټه وانخیستل شي. د داعش پالنه باید نوره پایته ورسېږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
لا روښانه نه ده چې د داعش لوړپوړی غړی محمد ګورن د ډیورنډ فرضي کرښې په کومه برخه کې د ترکیې لخوا نیول شوی؛ خو پنځه ورځې وړاندې د داعش خراسان څانګې ویاند سلطان عزیز اعظم د پاکستان استخباراتي ادارو لهخوا په همدې هېواد کې نیول شوی و.
د چارو شنونکي وايي چې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له سیمې او نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت امنیتي همکارۍ، له افغانستانه د امنیتي اندېښنو د لرې کېدو او د اسلامي امارت او هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې زمینه برابروي.
د سیاسي چارو دوو کارپوهانو مطیعالله ارینپور او مجیب الرحمن شمال په دې اړه وویل:
«هېوادونه باید د ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې په ګډه پاملرنه ولري. دا چاره له ګاونډیو او سیمې سره د یوه حکومت د ژمنتیا څرګندونه کوي او ښيي چې اسلامي امارت فعاله وړتیا لري، څو ګواښونه مهار کړي او یا هم اړوند مالومات شریک کړي. دا موضوع د باور جوړونې په بهیر کې ګټوره ده.»
«د ترهګرۍ مسئله او نورې شومې پدیدې نور یوازې سیمې یا له سیمې بهر نه دي پاتې، بلکې د ټولې نړۍ پر وړاندې په یوه ګواښ بدلې شوي. دا ډلې هڅه کوي خپل نفوذ ټولو هېوادونو ته وغځوي، له همدې امله اړتیا ده چې ټول هېوادونه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره سره یو موټی شي، د مالوماتو د شریکولو په برخه کې همکاري وکړي او هر یو جدي اقدامات ترسره کړي.»
د یادونې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ورسره د اسنادو پر بنسټ، د داعش خراسان څانګې لوړپوړي غړي، شهاب المهاجر او سلطان عزیز عزام پاکستان کې مېشت دي او له هماغه ځایه خپلې تخریبي کړنې پر مخ وړي.