Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيا کې ۵۰۰ راستنو شويو کورنیو سره مرسته وشوه

پکتیا کې مرسته

د پکتيا مرکز ګرديز کې ۵۰۰ راستنو شويو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې د سویل ختیځ زون مشر مولوي سید منهاج الدین هاشمي وويل، دغه مرستې د ترکيې هيواد د سرې مياشتې ټولنې په مالي همکارۍ شوي.

هغه ډاډ ورکړ چې ياده ټولنه د بې‌طرفۍ او بشرپالنې اصل په پام کې نيولو سره هڅه کوي د طبيعي او نورو افتونو له امله زيانمنو کورنيو لاسنيوی وکړي


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ياده مرسته کې هرې کورنی ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۰ کیلوګرامه وریجې، ۵ لېتره غوړي، ۳ پاکټ نخود، ۱۰ کیلوګرامه بوره، ۳۵۰ ګرامه شيدې او غیرخوراکي توکو کې ۲ تختې کمپلې، د جامو يوه ژمنۍ بسته او ځينې نور توکي شامل وو.

مرسته اخیستونکو هم وويل، ډېری راستنې شوې کورنيو د ژمي را رسېدو پرمهال د خوراکي او غیرخوراکي توکو کمښت سره مخ دي چې په دې مرستې سره به يې تر يوه حده ستونزې حل شي.

دوی غوښتنه وکړه چې نورې مرستندويه ادارې دې هم ورسره د ژمي پر مهال د خوراکي او سون توکو مرستې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام