د کندهار مسوولان وايي، سپینبولدک ولسوالي کې د دولتي ادارو او امنیتي ځواکونو په همغږۍ، د څارویو د ناقانونه لېږد پر وړاندې پراخ اقدامات شوي چې پایله کې یې تېرو درېیو میاشتو کې پاکستان ته د ۵زره او ۱۹۸ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وویل، د فرضي کرښې په اوږدو کې یې څار زیات کړی او د ناقانونه لېږد هڅې یې پر وخت شنډې کړي.
د هغه په وینا، د څارویو د قاچاق زیاتوالی د بازار توازن ګډوډوي او پر مالدارانو ناوړه اغېز کوي چې له همدې امله د دې پدیدې پر وړاندې جدي اقدام شوی.
«د نیول شوو پسونو شمېر ۵ زره او ۱۹۸ ته رسېږي چې له دې ډلې ۱۳۰۴ سره پسونه د میزان په میاشت، ۳۷۰ په عقرب او ۳۵۲۴ پسونه قوس میاشت کې نیول شوي.»
نوموړي زیاته کړه چې د په دې تړاو لسګونه کسان هم نیول شوي او د قانوني څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«یو شمېر کسانو هڅه کوله چې یاد شمېر پسونه د سپینبولدک ولسوالي د فرضي کرښې له لارې په غیرقانوني او قاچاقي ډول پاکستان ته انتقال کړي، خو د مالدارۍ او امنیتي مسوولانو پر وخت اقدام وکړ او د قاچاق مخه یې ونیوله.»
په همدې حال کې د سیمې یو مالدار حاجي نصیر احمد وايي، د قاچاق مخنیوی د دوی لپاره حیاتي ارزښت لري
«کله چې پسونه قاچاق شي، په کور دننه یې بیې لوړېږي او مالداران له زیان سره مخ کېږي. دا ډول اقدامات زموږ د کار او روزګار ساتنه کوي.»
د یادونې ده چې دې وروستیو کې د قاچاقي څارویو د مخنیوي په موخه د کندهار د کرنې ریاست، امنیه قومندانۍ او اړوندو امنیتي مسوولانو ګډې هڅې زیاتې شوي.
د همدې هڅو په لړ کې تر دې وړاندې هم د ۲۴۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې وه او مسوولان ډاډ ورکوي چې راتلونکې کې به د څارویو د قاچاق پر وړاندې دا ډول کمپاینونه لا هم پیاوړي شي.