کابل ښاروالۍ ویلي، د څه باندې یو میلیارد او ۹۰۴ میلیون افغانیو په ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل شوې.
کابل ښاروالۍ پر اېکسپاڼه لیکلي چې پر ۹۰ زره ۶۶۳ متر مربع ځمکه جوړ د شهرنو پارک د کابل له پخوانیو تفریحي پارکونو څخه ګڼل کېږي چې د معیاري امکاناتو د نهشتوالي او د زیربناوو د لهمنځه تلو له امله یې اساسي بیارغونې ته اړتیا درلوده.
د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکېټ، تر ځمکې لاندې مارکېټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکېټ، تفریحي ځایونو، رستورانتونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکېنک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې تېره ورځ پیل شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه پارک د بیارغولو کارونه به د دریو کلونو په موده کې بشپړ شي.
د کابل ښاروالي خبرپاڼه کې راغلي چې: «۶۸۲۱۸ متر مربع نوره سیمه د زینتي بوټو او نیالګیو د کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلي او آزادو تفریحي امکاناتو، ورزشي کمپلکس، کوچني ژوبڼ، اوبو پارک، ګلخانې، د هنر او فرهنګ ګالرۍ او سونا ته ځانګړې شوې.»
د دې ترڅنګ به یاد پارک کې د ۹۴۵۶ متر مربع په اندازه پلې لارې هم په اساسي توګه بیاورغول شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د پارک عمومي برخو کې ښاریان په وړیا توګه لاس رسی ولري او همدا راز د شهرنو پارک به په یوه مناسب او خوندي تفریحي ځای بدل شي.