د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، نړۍ دې د تحریمونو او فشارونو پرځای له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
هغه نن (شنبه، قوس ۲۹) بلخ ولایت کې د یوه سوداګریز مارکیټ د کار پيل مراسمو کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د تحریمونو او بېځایه فشارونو پرځای له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي.
نوموړي زیاته کړه چې سیمه کې یو هوسا او پیاوړی افغانستان د نورو هېوادونو په زیان نه، بلکې د نورو هېوادونو له هوساینې او پیاوړتیا سره مرسته کوي.
ده وویل، اسلامي امارت د سیمهییز او نړیوال مشارکت په برخه کې په هر اړخیز اقتصادي او سیاسي اصالت باور لري، مګر دا چې لویو ارزښتونو او اصولو ته متقابل احترام موجود وي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د عامه او خصوصي مشارکت او یا نورو قراردادونو له مخې، خصوصي سکټور سره د سترو اوږدمهاله پروژو په برخه کې د اسلامي امارت تعامل د دې واضح پیغام ورکوي چې افغانستان کې د داخلي او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه برابره ده او هر څوک کولی شي، له دې فرصت ګټه واخلي.
د یادونې ده چې مزارشریف ښار کې دغه ۸ پوړیز سوداګریز مارکېټ چې د ۷۴۳ میلیون افغانۍ په پانګونه د ارشاد، حج او اوقاف وزارت په ۶۰۰۰ متره مربع ځمکه جوړیږي، ۸۷۰ دوکانونه، څلور رستورانتونه، یو مېلمستون، جومات او پارګېنګ لري.
د دغه مارکېټ ودانیزې چارې به دوو کلونو کې بشپړې او هر کال به د اسلامي امارت خزانې ته ۴۳ میلیون افغانۍ د کلنۍ اجارې په توګه ورکول کېږي.