سلاموطندار په کونړ کې له شوې زلزلې وروسته د ۱۰۶۱ زلزلهځپلیو کورنیو وضعیت ارزولی چې موندل شوې، یادې کورنۍ د جنسیتي محدودیتونو، اقتصادي تړاو او فرهنګي خنډونو له کبله تر نورو ډېر زیانمن شوي او بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د یاد راپور موندنې ښيي چې د کونړ له زلزلې وروسته مېرمنې ډېرې اغېزمنې شوي او د رواني روغتیا، خوړو، او د اومیندوارۍ او زېږون اړوند بارونه پر اوږو وړي. له دې سربېره، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی او کورني فشارونو د دوی ستونزې لاپسې پراخې کړې دي.
په ورته مهال په دې راپور کې مېرمنو ته د مستقیم لاسرسي ستونزې له اساسي محدودیتونو شمېرل کېږي چې د ارزونې له مخې، ۹۷.۵سلنه نارینهوو د راپور اړوند پوښتنو ته ځوابونه ورکړي، په داسې حال کې چې یوازې ۰،۴سلنه مېرمنو په دې سروې کې ګډون کړی دی. دوه سلنه ځوابویونکو بیا خپل جنسیت نهدی ښودلی.
له پردیو نارینهوو سره د مېر منو خبرې کول، له کور د وتلو پرمهال د محرم حضور، د کور د کارونو فشار، بحراني شرایط او د مرکه کوونکو مېرمنو کموالی د دې راپو له مهمو خنډونو ګڼل کېږي.
په ورته مهال د مرکه شویو له ډلې څخه ۲۹.۸سلنه کورنۍ حداقل یوه اومېندواره مېرمن لرله. د ۱۷.۲سلنه د ټولې کورنۍ یوازې یوه اومېندواره مېرمن؛ ۹.۸سلنه دوه اومېندواره مېرمنې او یوشمېر نورو بیا دوه اومېندواره مېرمنې په کور کې لرلې.
د نسايي-ولادي برخې متخصصه سونیتا بهرام وايي: «د زلزلهځپلو سیمو ښځې له جدي روغتیایي ستونزو سره مخ دي. دې ستونزو نه یوازې د هغوی پر ژوند اغېز کړی، بلکې پر رواني وضعیت یې هم ناوړه اغېزې پرېښې دي. ډېری ښځې له خپګان سره مخ شوې دي او یوشمېر اومیندوارو ښځو خپل حملونه له لاسه ورکړي دي. هغه ښځې چې په نامساعدو شرایطو کې یې ولادت کړی، اوس هم له دوامدارې وینې بهېدنې کړېږي، خو روغتیایي اسانتیاوې، معاینات او درمل ورته نشته.»
د وروستیو شمېرو له مخې، له زلزلې وروسته په ۱۱.۴سلنه کورنیو کې ماشومان زیږېدلي دي. له دې ډلې څخه ۶.۶سلنه زېږونونه په روغتیایي مرکزونو کې شوي، خو ۴.۹سلنه زېږونونه په کورونو کې او د لازم طبي امکاناتو له شتون پرته شوي دي. د متخصصینو په وینا، په کور کې د مناسب طبي امکاناتو پرته زېږون د مور او ماشوم لپاره جدي روغتیایي خطرونه لري.
همدارنګه، ۲.۳سلنه کورنیو د حمل سقط تجربه کړی دی. د نسایي او ولادي ناروغیو متخصص ډاکتران وایي، د دغو سقطونو احتمالي لاملونه د زلزلې له امله رامنځته شوی وېره او شوک، شدید رواني فشار، مستقیم او غیرمستقیم فزیکي زیانونه او همدارنګه خوارځواکي کېدای شي.
د نسایي-ولادي متخصص ډاکتره شبانه یاري د کورني زېږون د خطرونو په اړه وایي: «له طبي پلوه مور او ماشوم دواړه له ډېرو خطرونو سره مخ کېږي. د مور لپاره د شدیدې وینې بهېدنه، د وجود شلېدنې او انتانات رامنځته کېدای شي. همدارنګه، ماشومان د زېږون پر مهال د ساه بندېدو، د سر ټپونو، د اوږو د هډوکو ماتو او د نوي زیږېدلي د احیا د نشتون له خطر سره مخ وي، چې په ځینو مواردو کې د زړه او تنفس درېدنه هم رامنځته کېږي. د کورني زېږون وروسته د میندو تر ټولو عامې ستونزې د زېږون وروسته وینې بهېدنه، کمخوني، انتانات او ان ځینې وخت د میندو مړینه ده.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
موندنې ښيي چې د سروې ټولو ګډونوالو د رواني ناارامیو نښې لرلې دي. د معلوماتو له مخې، ۴۸.۷ سلنه کسانو د وېرې او اضطراب نښې څرګندې کړې دي، ۴۱.۶سلنه له وېرې، اضطراب او خپګان سره یوځای مخ دي او ۷.۱سلنه یوازې د خپګان او رواني بېقراری نښې لري. یوازې ۲.۳سلنه کسان له رواني نښو پرته دي، چې په ټوله کې ۹۷.۴سلنه ګډونوال د رواني ستونزو نښې لري.
د راپور د موندنو له مخې، ښځې داسې ځانګړې نښې تجربه کوي چې پهکې پرلهپسې د شپې بد خوبونه، په کور یا ودانیو کې د پاتې کېدو شدید وېره، د زېږون وروسته خپګان، د ماشومانو د خوندیتوب په اړه دوامدار اندېښنه او د راتلونکي په اړه ژوره ناهیلي شامل دي.
روانپوه برشنا نیکزاد وایي: «کله چې زلزله رامنځته کېږي، لومړنۍ ستونزه چې خلک ورسره مخ کېږي، رواني او ذهني ستونزې دي؛ لکه اضطراب، وېره، بد خوبونه، د بېکورهتوب احساس، رواني شوک او شدید استرس. دغه ستونزې له زلزلې وروسته خلکو ته پېښېږي. هغه کسان چې تر ټولو ډېر زیان ویني، ښځې او ماشومان دي، چې له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږي. اړتیا ده چې خلکو ته رواني او ذهني روغتیایي خدمات برابر شي، څو له ماشومانو او ښځو سره چې د زلزلې وروسته له دې ناروغیو سره مخ کېږي، مرسته وشي.»
روانپوهه حسینا محمدي د زلزلې وروسته د رواني ننګونو په اړه وایي: «له زلزلې وروسته د خلکو اضطراب زیاتېږي، چې د ساه تنګۍ، د زړه د درزا چټکتیا، زیاتې خولې، بېحسۍ او د کمزورۍ احساس لامل کېږي. همدارنګه، سرګرځېدل، بېخوبي او ځینې وخت د شپې بد خوبونه لیدل کېږي. پر خلکو د ناامنۍ احساس پیدا کېږي او دا وېره ورسره وي چې ښايي بیا زلزله وشي.»
موندنې ښيي چې ښځې روغتیایي خدمتونو ته له محدود لاسرسي سره مخ دي. د سروې د معلوماتو له مخې، ۴۶.۶سلنه ښځې یوازې په بېړنیو حالاتو کې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري، ۳۷.۴سلنه بشپړ لاسرسی لري، ۸.۸سلنه له محدود لاسرسي سره مخ دي او ۳.۱سلنه ښځې هېڅ ډول روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نهلري.
سره له دې، د ښځو د حقونو فعالان د مېندو لپاره پر ضروري روغتیایي مرستو او اساسي خدماتو ټینګار کوي.
د ښځو د حقونو فعاله تهمینه منګل په دې اړه وایي: «په زلزلهځپلو سیمو کې د مېندو لپاره بېړنۍ روغتیایي مرستې ډېرې مهمې دي، لکه ګرځنده روغتیایي ټیمونه، بېړنی انتقال، د اومیندوارو مېندو لازمې څارنې، درمل، مناسبه تغذیه، د شیدې ورکوونکو میندو ملاتړ او ضروري تجهیزات. د دې خدماتو نشتون د اضطراب، رواني ننګونو، د ناامېدۍ احساس او د سانحې وروسته د رواني اختلالاتو لامل کېږي. زلزله پر میندو شدید رواني فشارونه رامنځته کوي.»
همدارنګه، د ښځو د حقونو بله فعاله وژمه یعقوبي زیاتوي: «هغه زلزله چې په کونړ کې رامنځته شوه، ډېره ټکان ورکوونکې او دردونکې وه، په ځانګړي ډول د هغو مېندو لپاره چې تازه یې زېږون کړی و او په سختو شرایطو کې وې. زه د ښځو د حقونو د مدافعې او مدني فعالې په توګه دا وضعیت جدي اندېښمنوونکی بولم. حکومت باید د دې ډول پېښو لپاره له مخکې لازم چمتووالی ولري، چې پکې د روغتیایي ټیمونو جوړول، بیړنۍ مرستې، د لومړنیو درملو زېرمه، د ګرځنده ټیمونو چمتو کول او د مرستو پر وخت رسول، په ځانګړي ډول ښځو ته، شامل دي. حکومت باید لازم تدابیر ولري څو له دې ستونزو مخنیوی وشي.»
بل لور ته، د «څوکي» ولسوالي د «دیوهګل» درې د زلزلهځپلو د کمپ مسوول مفتي خلیلالرحمان وایي، بېلابېلې ادارې د هغو کسانو لپاره چې له رواني پلوه اغېزمن شوي دي، د پوهاوي پروګرامونه تنظیموي.
نوموړی زیاتوي: «په کمپ کې د روغتیایي خدمتونو بېلابېلې برخې لرو. ټپیانو ته درملنه برابروو، میندو ته د زېږون پر مهال خدمات، واکسین، د خوارځواکۍ درملنه، او دا مهال د تنفسي ناروغیو، اسهالاتو او موسمي ناروغیو پېښې زیاتې شوې دي، چې خلک مراجعه کوي او موږ ورته روغتیایي خدمات وړاندې کوو.»
په همدې حال کې، د «څوکي» ولسوالۍ ولسوال محمدابراهیم ثاقب د ښځو لپاره د روغتیایي خدمتونو په اړه وایي: «د ښځو د برخې لپاره ښځینه ډاکتران موجود دي، چې ښځو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي او ستونزې یې په اسانه توګه رسېدګي کېږي. هغه کسان چې ستونزې یې جدي وي، زموږ د مرستندویو ټیمونو له لوري په خېمو کې ورته روغتیایي خدمات وړاندې کېږي. په دې ولسوالۍ کې یو کلینیک هم شته، که چېرې ناروغان هلته تداوي نه شي، نو د ولایت مرکز ته لېږل کېږي.»
خو له دې ټولو سره سره، د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وایي چې په کونړ کې د روغتیا په برخه کې جدي ستونزه نشته.
نوموړی وایي: «موږ په کونړ کې د روغتیا په برخه کې داسې کومه ستونزه نه لرو چې د اندېښنې وړ وي. له زلزلې وروسته، په هغو دوو ولسوالیو کې چې زیانمنې شوې دي، نږدې لس روغتیایي مرکزونه مو فعال کړي، چې ټول اړین روغتیایي خدمات وړاندې کوي. زموږ په ټولو روغتونونو کې د رواندرملنې سلاکاران شته، همدارنګه زموږ په ګرځنده ټیمونو کې هم مشاورین شامل دي. هر کله چې طبیعي پېښې رامنځته شي، موږ ځانګړي ټیمونه سیمو ته استوو، چې د رواني روغتیا په برخه کې کار کوي.»
د ویلو ده چې کونړ کې د شوې زلزلې له امله ۲۲۰۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې څلور زره نور ټپیان شوي دي. دې زلزله کې نه یوازې د خلکو کورونه ویجاړ شوي، بلکې روغتیايي مرکزونه، د پاکو اوبو سرچینې او د اساسي روغتیايي زیربناوې یې هم لهمنځه وړي دي. بلخوا د ژمي په رارسېدو سره زلزلهځپلي وايي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.