Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې په ۵۷۵میلیون افغانیو د سړک رغولو چارې پیل شوې

1000324513

هلمند کې د نږدې ۵۷۵ میلیون افغانیو په لګښت د سړک رغولو چې له ۶ شمالي ولسوالیو، دوو ولایتونو او د هرات ـ کندهار له لویې‌لارې سره  وصل دی، د دوهم لاټ رغنیزې چارې پیل شوې.

د هلمند ځايي مسوولان وايي، د ګرشک او موسی‌کلا ولسوالیو ترمنځ دغه ۴۶.۵ کېلومتره سړک د د دويم لاټ رغولو پروژه به د شمالي هلمند د ولسونو پر ژوند مثبت اغېز وکړي.

د دغه سړک د رغولو چارې به د دوو کلونو په اوږدو کې بشپړې شي.

د هلمند د ټولګټو چارو ریاست د ودانیزو چارو آمر انجینرګل احمد ویاړ وویل: «نن موږ د ګرشک او موسی‌کلا ولسوالیو ترمنځ د ۴۶.۵ کېلومتره سړک د دويم لاټ د اساسي رغونې پروژه پیل کړه چې دا به د شمالي هلمند د ولسونو پر ژوند، روغتیا او اقتصاد مثبتي اغېزې ولري.»

یاد سړک ته د څېرمه سیمو او ولسوالیو اوسیدونکي د دې پروژې د چارو له پیل څخه خوښي څرګندوي او وايي، تر دې وړاندې د تګ راتګ په پرخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دوی وایي، د سړک په بشپړېدو سره به د ساعتونو اوږده او ستونزمنه لار لنډه شي، د کرنیزو محصولاتو لېږد به چټک او خلکو ته به د زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او نورو برخو کې اسانتیاوو رامنځ ته شي.

 د سیمې دوو اوسېدونکو سید ادریس او شاولي وویل: «موږ اسلامي امارت څخه زیات خوښ یو چي د شمالي هلمند اوسېدونکو ستره ستونزې د حل کیدو اقدام یې وکړ، موږ له دولت څه د ورته زیاتو ټولګټو پروژو غوښتنه کوو.»

«موږ پخوا خپل زراعتي محصولات تر مرکز پورې نه شو رسولی، موږ اړ وو چې خپل کرنیز محصولات په ارزانه قېمت وپلورو، ځکه چې موږ تر مرکز پورې په سمه توګه لاسرسی نه درلود، خو اوس هیله لرو چې دا ستونزه به مو حل شي.»

دا سړک د ګرشک، موسی‌کلا، نوزاد، باغران، بغني، کجکي، ناومېش ولسوالیو ترڅنګ، د غور او دایکندي ولایتونه هم د هرات–کندهار له لویې‌لارې سره نښلوي.

 د یاد سړک د لومړي لاټ اساسي او رغنیزې چارې څه موده وړاندې د ټولګټو چارو وزارت له لوري پیل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام