د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره لیدنه کې ویلي، افغانستان د ثبات او پرمختګ پر لور روان دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر اېکسپاڼه لیکلي چې سراجالدین حقاني دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ستایلي.
هغه زیاته کړې چې افغانستان د امن، سوداګرۍ او پرمختګ پر لور روان دی او له قزاقستانه د ښه نیت او سیمهییزې همکارۍ تمه لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي هم دغه لیدنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، پراخو اړیکو او د اورګاډي پټلۍ په څېر د مهمو اقتصادي پروژو د پلي کېدو ملاتړ څرګند کړی.
هغه همدارنګه د پولو د امنیت د پیاوړتیا، د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې او د ترکمنستان له لارې د رېلپټلۍ د جوړولو په برخو کې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.