د لوګر امنیې قومنداني مسوولان وايي چې له دغه ولایت څځه ۳۳روږدي کسان راټول او وروسته پلازمېنې کابل ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د امنیې قومنداني ویاند، مولوي احمدالله انس، سلاموطندارته وویل چې دغه روږدي کسان د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت له هڅو سره د مرکز پلعلم، برکيبرک او څرخ ولسوالیو څخه راټول شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې یاد کسان د درملنې لپاره په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې کمپ ته استول شوي دي.
انس وایي، راټول شویو روږدو کسانو ته نه یوازې روغتیایي درملنه برابره شوې، بلکې د سالم ژوند، ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا زدهکړې او د کاري فرصتونو زمینه هم ورته مساعده شوې ده.