د کندهار د سپینبولدک ولسوالي اوسېدونکي او سیمهییزې سرچینې وايي چې د پاکستان د تېرو شپې د توپچي او هوايي بریدونو له امله پنځه کسان شهیدان او پنځه نور ټپیان شوي دي.
سرچینې څرګندوي چې په تازه بریدونو کې پنځه ملکي کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا، د سیمې ګڼشمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت ځواکونو او د پاکستاني پوځ ترمنځ د نښتو له امله اړ شوي چې خپلو کورونو پرېښودو او خوندي ځایونو ته لاړ شي.
اسلامي امارت تر دې دمه د ملکي تلفاتو په اړه څرګندونې نهدي کړي، خو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د پاکستان بریدونو ته یې «متقابل غبرګون» ښودلی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ وروستۍ خبرې اترې په ترکیه کې بې پایلې پاتې شوې. د خبرو له درېدلو وروسته، دا دویم ځل دی چې پاکستان د افغانستان خاوره په نښه کوي.
پاکستان د روان لمریز کال د لیندۍ په ۴مه نېټه هم د خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو په یوشمېر سیمو هوايي بریدونه کړي وو چې د راپورونو له مخې، په هغه بریدونو کې لس کسان چې نُه یې ماشومان وو، شهیدان شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.