په داسې ټولنه کې چې د کورنۍ جوړښتونه له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، یوشمېر مېرمنې له خپلو خاوندانو سره د مستقل ژوند کولو څخه محروم دي؛ هغه حق چې د اسلام مطابق او د نکاح له اړخه د دوی لپاره په رسمیت پېژندل شوی دی.
د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې له ۴۱ مېرمنو سره د خبرو پرمهال موندل شوې چې هېڅ یوې یې، د ګډ ژوند په پیل کې له خاوند سره د مستقل ژوند کولو امکانات نهردلود؛ هغه څه چې ډېری دې مېرمنو ته د محدودیت او رواني فشار لامل شوی دی.
له دې ډلې ۱۶ ښځې له دو تر ۱۶کلونو وروسته له خپلې خسرګنۍ جدا شوي او مستقل او خپلواک ژوند یې پیل کړی دی. ۲۵ نورې ښځې بیا د ۱۶ تر ۲۴ کلونو تېرولو وروسته له خپلې خسرګنۍ جلا او اوس هم د خپلې خوښې خلاف ژوند ته دوام ورکوي.
په دې راپور کې مرکه شوې مېرمنې د خپلې خسرګنۍ کې له ګډ ژوند کیسې لري؛ هغه څه چې د دوی په وینا، د خوړو ټاکلو حق یې نهدرلود، د ماشوم د روزنې، د پوښاک، د ویدهکېدو وخت او د پلار کې د تګراتګ له حق محرومې وې.
دوی زیاتوي چې په دې ډول ژوند کې یې سپکاوی، ښکنځلې، تاوتریخوالی او ذهني او عاطفي ناارامي تجربه کړې ده.
د راپور موندنې ښيي چې دغه مېرمنې نه یوازې خپله، بلکې ماشومان یې هم داسې چاپېریال کې رالوی شوي چې مور یې، تل تحقیر، تاوتریخوالي سره مخ وې او له کوچني حق هم محرومې دي.
د تخار اوسېدونکې ۲۶ کلنه کامله چې ۱۳ کاله کېږي د خاوند له کورنۍ سره ګډ ژوند کوي، د خپل وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي. هغه وایي چې ګډ ژوند یې د هغې له ازادۍ او د خپلو ماشومانو له سالم تربیې څخه مخه نیولې ده.
کامله زیاتوي: «زه له خپل ګډ ژوند نه راضي نه یم. غواړم چې ځانته بېل ژوند ولرم، ځکه چې په هر څه کې ماته ګډوډي جوړېږي. زه په بهر هم کار کوم، کله چې ناوخته کور ته راشم، نو خبرې راباندې کېږي. خپلواک ژوند ځکه غواړم چې د خپلې خوښې جامې واغوندم او خپلو ماشومانو ته په ارامه چاپېریال کې ښه روزنه ورکړم. په ګډ کور کې هر څوک هره خبره کوي او پر ماشومانو بد اثر پرېوځي.»
۴۰کلنه شریفه د بامیان اوسېدونکې ده چې شل کاله کېږي د خاوند د کورنۍ لس کسیز ګډ ژوند زغمي، هغه هم ورته ستونزې لري. شریفه وایي چې د خپل ژوند په ډېرو برخو کې د پرېکړې حق نهلري.
شریفه وايي: «په ګډ کور کې په ډېرو ستونزو اخته یم. د خپل مورني کور لیدو ته نه شم تللی، پرته له اجازې جامه نه شم اخیستلی. ژمی را نژدې دی، خو تر هغې چې ټول کور پرېکړه ونه کړي، بخاری هم نه شو لګولای.»
سره له دې ستونزو، د یادو ښځو له ډلې ۲۵ مېرمنې هغه دي چې د اوږدو کلونو ګډ ژوند او ګڼو کړاوونو وروسته توانېدلي خپلواک ژوند جوړ کړي. دوی وایي چې اوس له خپل نوي ژوند څخه خوښ دي او خپلواکۍ هغوی ته د ارام، تصمیم نیولو او د ماشومانو د ښه تربیې زمینه برابره کړې ده.
۳۸کلنه سودابه د کاپیسا اوسېدونکې ده او وايي چې د ۲۴ کلونو ګډ ژوند او د خاوند د کورنۍ هر ډول فشارونو وروسته، اوس د خپلواک ژوند له نعمت څخه برخمنه ده. هغې د کلونو په اوږدو کې د خپلې خوښې د ژوند حق نهدرلود.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سودابه زیاتوي: «۲۴ کاله ګډ ژوند و. ښځې غواړي له خاوند سره خپلواک ژوند ولري، خو زما خسر او خواښې اجازه نهراکوله. د ژوند ټول اختیار د هغوی په لاس کې و. که کوم ځای ته تللو، باید د هغوی نه اجازه اخیستل شوې وای. ډېرې ستونزې مو لیدلې. اوس څلور کاله کېږي چې بېل ژوند کوو. د اولادونو تربیه، تحصیل او د ژوند ټولې پرېکړې زما او خاوند په لاس کې دي.»
۲۵کلنه سمینه د لغمان اوسېدونکې ده او وایي چې ۸ کاله یې د ګډ ژوند تر ټولو سختې شېبې تېرې کړې. هغه وايي چې په ګډ کور کې نه یوازې محدودیتونه وو، بلکې بدچلند او رواني فشارونه هم ورباندې وو.
سمینه وايي: «کله چې له دوی سره ژوند کاوه، خواښې مې خاوند په ما بد پوه کوه چې جګړه وکړي. په کور کې جنجال ډېر و. بدرفتاري وه. د جامو په اغوستلو خبرې کېدې، د خپلو خلکو لیدو ته یې نه پرېښودلم، په مجلسونو کې به مې سپکاوی کېده. ویل به یې چې دا ښځه ښه نه ده. اوس خوشاله یم چې خپلواک ژوند لرم او هره پرېکړه مې خپله کوم.»
بلخوا د ښځو د حقونو فعالان ټینګار کوي چې له واده وروسته خپلواک ژوند د ښځې مشروع حق دی. دوی وایي چې د خسرګنۍ له لوري په اجباري ډول ګډ ژوند ته اړ کول، په ځانګړي ډول هغه وخت چې ښځې ورسره راضي نهوي، د کورني تاوتریخوالي، ناسالمې فضا او د کورنیو د اړیکو د خرابېدو لامل کېږي.
د ښځو حقونو فعاله تهمینه منګل وايي: «هغه ښځې چې د خاوند له کورنۍ سره ژوند کوي باید هېڅ وخت محدودې نه شي. که محدودې شي، تاوتریخوالي ډېرېږي او د کورنۍ ژوند خرابېږي. دا محدودیتونه ښځې له ودې پاتې کوي، استرس زیاتوي او د فرصتونو له منځه وړلو لامل کېږي.»
د ښځو د حقونو فعاله، حسنا رووفي وایي چې په افغانستان کې ډېری ودونه د کورنیو لهخوا کېږي، نه د نجونو او هلکانو له خوا. د هغې په باور، دا کار وروسته د ګډ ژوند په خرابېدو، نارضایتۍ او د ماشومانو په نامناسبه روزنه بدې اغېزې کوي.
رووفي وايي: «ډېری ودونه د کورنیو په خوښه کېږي او د ځوانانو نظر نه اخیستل کېږي. کله چې ښځې د مېړه له کورنۍ سره ژوند ته زړه نهوي، وروسته ژوند تریخېږي. دا یوازې په ښځې اغېز نه کوي، بلکې د کورنۍ ماشومان هم سالمه وده نه شي کولای، چې دا د ټولنې د انحراف لامل ګرځي.»
دیني عالم صبغتالله وثیق وايي چې د ښځې لپاره مستقل کور د اسلام له نظره مشروع حق دی او هېڅ ښځه مکلفه نهده چې د خاوند د کورنۍ سره په ګډ ژوند کې پاتې شي، څو پورې چې خپله خوښه ونهلري.
وثیق وايي: «د ښځې لپاره مستقل کور حق دی. ښځه حق لري چې جلا مسکن وغواړي. اړ نهده چې د خاوند له کورنۍ سره ژوند وکړي. شرعاً خاوند مکلف دی چې د خپلې ښځې د شان مطابق مناسب کور برابر کړي. ګډ ژوند یوازې هغه وخت روا دی چې ښځه پرې راضي وي، که نه وي، خپلواک ژوند د هغې مشروع حق دی.»
په ورته مهال د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت مسوولان وايي چې د تېرو څلور کلونو پرمهال دغه وزارت توانېدلی چې د ښځو لسګونه کورنۍ ستونزې هوارې کړي او د یاد وزارت اړوند محتسبین د خلکو عامه پوهاوي لوړولو لپاره کار کوي.
د یاد وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر وايي: «د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د شرعي قانون پربنسټ په ټول هېواد کې د انسانانو، که نارینه وي او که ښځې، د حقونو تامین ته ژمن دی. په دې برخه کې په ځانګړي ډول د خویندو په برخه کې لسګونه زره لاسته راوړنې لري چې پهکې مهر، میراث، اجباري نکاح او کورنۍ ستونزې شاملې دي. د کورنیو ستونزو په برخه کې په تېرو څلورو کلونو کې لسګونه زره د خویندو قضیې حل شوي او یا هم د دې وزارت له لوري عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي. محتسبینو ته سپارښتنه شوې چې د عامه پوهاوي په موخه د کلي د امامانو، د قوم د مشرانو او رسنیو له لارې هڅې زیاتې کړي.»
دغه مېرمنې داسې مهال له خپل ګډ ژوند ناخوښي څرګندوي چې اسلام مستقل ژوند کول، د مېرمنو شرعي حق بولي، خو په دې لړ کې د ګوتو په شمېر مېرمنې توانېدلې چې خپل دغه حق ترلاسه کړي.