د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت محمداغې ولسوالي د زاهداباد کلي اوسېدونکو د خپلو شخصي لګښتونو پرمټ د محمدجانخان د هلکانو لېسې ودانۍ بیارغولې او د احاطې دیوال یې هم لوړ کړی دی.
د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلاموطندار ته وویل، د ودانۍ د بیارغونې او احاطې د دیوال د لوړولو ټول لګښت شاوخوا ۵۰۰زره افغانۍ شوی چې د سیمې خلکو له لوري برابر شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، د یادی لېسې پخوانۍ ودانۍ د وخت په تېرېدو زیانمنه شوې وه؛ خو اوس په اساسي ډول په پخواني جوړښت سره رغول شوې، د چارچاپېره احاطې دیوال لوړ شوی او د انګړ ساحه په ځمکه جغل پوښل شوې ده.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، یاده لېسه په ۱۳۰۶ لمریز کال کې تاسیس شوې او دامهال شاوخوا ۱۶۰۰ زدهکوونکي په کې پر زدهکړو بوخت دي.