د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند په لومړیو ۵۰ ورځو کې لږترلږه ۳۵۷ فلسطینیان د اسراییلو په بریدونو کې شهیدان شوي دي.
نړیوالو رسنیو نن (چهارشنبه، د لیندۍ دولسمه/ډسمبر درېیمه) راپور ورکړی چې د اوربند له پیل راهیسې لږترلږه ۳۸ فلسطینیان نیول شوي او ۵۹۱ د سرغړونې پېښې ثبت شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو پربنسټ، له اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې ۷۰ زره ۱۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۷۰زره ۹۸۶ نور ټپیان دي.
دغه اوربند د ترکیې، مصر او قطر په منځګړیتوب او د امریکا په ملاتړ رامنځته شوی چې لومړي پړاو کې یې د اسراییلي بندیانو په بدل کې د فلسطین بندیان خوشې شول او د غزې د بیارغونې پلانونه او د حماس پرته د نوي حکومت رامنځته کول، شامل دي.