د افغانستان لپاره د ملګروملتونو پراختیايي ادارې(UNDP) اعلان کړی چې لږترلږه ۱۳زره افغانان پر ایدز ناروغۍ اخته شوي دي.
د ملګروملتونو پراختیايي ادارې(UNDP) دا معلومات نن د دوشنبه، لیندۍ لسمه / دسمبر لومړۍ نېټه د ایدز د نړېوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکسپاڼه خپاره کړي دي.
UNDP ویلي چې ناسم باورونه، ټولنیز تعصب او د امنیت نشتوالی، هغه ستر خنډونه دي چې د ایدز ناروغان له اړینو درملنیزو خدمتونو څخه بېبرخې کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اداره زیاتوي چې دوی دامهال د افغانستان په اوو ولایتونو کې د ایدز اړوند مهم روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي، څو د ناروغانو د درملنې، مشورې ورکولو او پوهاوي پروسې ته اسانتیا برابره شي.
باید وویل شي چې د ایدز نړېواله ورځ په ۱۹۸۸ کال کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د دې ناروغۍ د مخنیوي، عامه پوهاوي او د ناروغانو د ملاتړ په هدف نومول شوې او له هغه راهیسې هر کال نمانځل کېږي.