Asset 1SWN

سلام وطندار

ایران: د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د اختلاف کمولو لپاره چمتو یوو

WhatsApp-Image-2025-11-18-at-22.56.04_dbba2caf

ایران اعلان کړی چې د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په کمولو کې د هر ډول هڅې او ابتکار لپاره چمتو دی.

کابل کې د ایران سفارت نن‌ (یکشنبه، د لیندۍ ۹مه/ د نومبر ۳۰مه) د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د مشر علي لاریجاني له قوله پر ایکس‌پاڼه لیکلي چې تهران د دواړو لورو د اختلافاتو د حل لپاره د منځګړتوب او هڅو بشپړ چمتووالی لري.

د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ اړیکې هغه وخت ترینګلې شوې چې پاکستان د تلې په میاشت کې د کابل او پکتیکا ځینې سیمې بمبار کړې.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پاکستان بریدونو ته ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې ځواب ورکړ چې په پایله کې یې د دواړو لوریو ترمنځ سختې نښتې رامنځته شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تر دې وړاندې په قطر او ترکیه کې درې پړاوه خبرې شوې وې، خو د درېیم پړاو خبرې هم بې‌پایلې پای ته ورسېدې.

په وروستي ځل د لیندۍ ۴مه پاکستان د خوست، کونړ او پکتیکا پر ولایتونو هوايي بریدونه وکړل چې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په وینا، دې بریدونو کې لس کسان شهیدان شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي وو.

اسلامي امارت د یادو بریدونو په غبرګون کې د یوې رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې بریدونو ځواب به په “مناسب وخت” کې ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام