د نسايي-ولادي برخې یوشمېر ډاکټران وايي چې د سالمې اومېندوارۍ لپاره له اومېندوارۍ وړاندې او د اومېندوارۍ پرمهال په منظمه توګه ډاکټرانو ته د مېرمنو ورتګ اړین دی.
سلاموطندار په دغه راپور کې له شپږو اومېندوارو مېرمنو سره د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری مېرمنې د شته دودونو او شرم لرلو له امله ډاکټر ته د معاینو لپاره په ځنډ یا هم کمه مراجعه کوي.
دا په داسې مهال دی چې دغه مېرمنې د وینې کمښت او نورو ناروغیو باندې هم اخته شوي دي. یوشمېر مېرمنې وايي، که څه هم د خپلو خاوندانو ملاتړ له ځان سره لري، خو په وینا یې، خسرګنۍ یې ملاتړ نهکوي.
د نسايي-ولادي برخې ډاکټره صحیفه مرزايي د اومېندوارۍ کېدو لپاره غوره عمر له ۲۰ تر ۳۵کلونو ګڼي، خو وايي چې له ۳۵کلنۍ وروسته د ښې اومېندوارۍ کچه کمېږي او مېرمنو ته ګواښونکې پایلې رامنځته کوي.
نوموړې وايي: «د وینې د شکر، تایرایډ (جاغور)، د HIV او سفلیس ازموینې د اومېدوارۍ تر مخه ډېر مهم طبي ټیسټونه دي. خو د کمې پوهې او محدودو امکاناتو له امله ډېری ښځې دا ازموینې د امېدوارۍ نه مخکې نه ترسره کوي.»
بلخوا د نسايي-ولادي برخې مختصصه مدینه ارسلان وايي چې یوه اومېندواره مېرمن باید په دوامداره توګه معاینه وکړي. هغه خبرداری ورکوي، که اومېندواره مېرمن په تیفوس یا د محرقې پر تبې ناروغۍ اخته شي، دا ناروغۍ د جنین د سقط، له وړاندې زېږون او د نورو ستونزو لامل کېږي.
هغه وویل: «کله چې یوه اومیندواره ښځه ډاکټر ته مراجعه کوي، نو باید عمومي معاینات ورته ترسره شي. لکه د وزن معلومول، د وینې فشار او د وینې ټیسټونه. په دې ټیسټونو کې د حیواني محرقې، (زیړي) او HIV ازموینې شاملې دي. د یوې ښځې د وینې شکر باید په دقت وڅارل شي. ځکه که یوه اومیندواره ښځه زېړی یا محرقه یا د وینې لوړ شکر ولري، نو دا حالتونه د سقط، د وخت نه مخکې زیږون، د جنین د وده ستونزې او نورې خطرې رامنځته کوي.»
په همدې وخت کې، د داخله متخصص ډاکټر سرور خالد وايي چې سالمه اومېدواري د یو متوازن غذایي رژیم، د فوليک اسید، اوسپنې او کلسیم د بشپړتیا له منظم استعمال څخه رامنځته کېږي.
هغه ټینګار کوي چې ښځې باید د اومېدوارۍ په موده کې له خپل معالج ډاکټر سره په دوامدار ډول تماس ولري. د کافي خوب لرل، د استرس کمول او د کورنۍ او ټولنیز ملاتړ شتون د سالم ماشوم د زیږون لپاره ډېر مهم دي.
نوموړي وویل: «ښځه باید له خپل ډاکټر سره په دوامداره توګه اړیکه ولري، ښه خوب وکړي، استرس او رواني فشار کم کړي، کافي مایعات وڅښي او د کورنۍ د ژوند شرایط برابر وي. کله چې ټول دا فاکتورونه یو ځای شي، نو دا د مور لپاره سالم ژوند رامنځته کوي چې په پایله کې یو سالم او روغ ماشوم نړۍ ته راځي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا، د ځینو ښځو خبرې څرګندوي چې دوی د امېدوارۍ پر مهال د کمخونې، منفي وینې ګروپ، او د مناسبې تغذیې د نشتوالي له ستونزو سره مخ وې.
۳۳کلنه مرضیه سلیم د پنجشیر اوسېدونکې ده. له واده یې ۱۲ کاله تېرېږي. هغه وايي چې د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې ډاکټر ته مراجعه نهوه کړې او مناسبه تغذیه یې هم نهلرله چې همدې وضعیت له امله یې ماشوم کمزوری نړۍ ته راغلی دی.
مرضیه وايي: «اقتصادي وضعیت مو ډېر خراب و. کافي غذا هم نهلرلم. تل به مې ځان کمزورۍ احساساوه او د سردرد به راسره و، خو هېڅ نه شم کولای. ماشوم مې کمزوری وزېږېد او زه خپله هم له ولادت وروسته ډېره ناتوانه شوم. اوس هرې امیندواره ښځې ته وایم چې که وضعیت سخت هم وي، لږ تر لږه څو ځله باید ډاکټر ته ولاړه شي او خپل صحت ته پام وکړي.»
۲۷کلنه پروانه احمدي او د کابل اوسېدونکې ۲۸کلنه سمیه محمدي، وايي چې د اومېدوارۍ پرمهال ډاکټر ته د نهمراجعي له امله د محرقې او د جنین د اوبو د کمښت ستونزو سره مخ شوې وې.
پروانه احمدي زیاتوي: «موږ د ولادت تر ورځې پرته بل وخت ډاکټر ته نه وو تللي. په حمل کې په محرقه اخته شوم او یوازې د قابلې تر څارنې لاندې وم. څو ځله ډاکټر ته ولاړم، راته ویل یې چې د ماشوم ژوند امکان لري، خو د ستونزو خطر شته.»
سمیې محمدي خپله تجربه داسې بیانوي: «ما د حمل له لاسه ورکولو تجربه لرله. دا مې لومړنی حمل و او ډېره خوشحاله وم. څو اونۍ وروسته شدید دردونه شروع شول. کله چې روغتون ته ورسېدم، ډاکټر وویل چې حمل ختم شوی دی. راته یې وویل که مخکې راغلې وای، ښايي مخنیوی یې شوی وای. زه نه پوهېدم چې مخکې له حمل باید کومې معاینې او احتیاطي چارې ترسره کړم.»
همدارنګه، ۳۲کلنه صدیقه سالارزۍ وايي چې د اومېدوارۍ او زیږون پرمهال د ARH منفي وینې ګروپ له امله د ځان او ماشوم لپاره له جدي خطرونو سره مخ شوې ده.
هغې وویل: «زما د وینې ګروپ ARH منفي دی. باید د حمل په درېیم او اووم میاشت کې یو ځانګړی ټیکه واخلم، که یې ونهکړم ماشوم ته ستونزې پيدا کېږي لکه ژړا، کمخوني او د وینې ستونزې. زما لومړی ماشوم له همدې ستونزې له منځه ولاړ، دوهم ماشوم مې له دې ننګونو سره وزېږېد. درې شپې یې په روغتون کې بستر و او وینه یې بدله کړل شوه. تر اوو میاشتو پورې یې ښه وده نه کوله.»
ارواپوهه شمسیه بهادري وايي، د اومیندوارو ښځو رواني سلامتيا په مستقیم ډول د حمل پر بهیر اغېزه کوي. هغه وايي، کله چې ښځه په رواني ډول ناارامه وي، د سترس هورمون یا کورتیزول کچه لوړېږي چې دا د جفت یا پلاسنتا په وده منفي اغېز کوي او د اومیندوارې مور اشتها لهمنځه وړي.
داکتره بهادري زیاتوي: «کله چې دا هورمون زیات شي، د جفت په وده کې اختلال رامنځته کېږي. له دې سره مور په کماشتهایي، کمخوبي او د دفاعي سیستم په کمزورتیا اخته کېږي. وروسته بیا کمخوني، د باردارۍ شکر، پریاکلمسیا، او لوړ فشار رامنځته کېدای شي. هغه ښځې چې رواني ملاتړ ولري، د حمل دوره یې اسانه او سالمه تېریږي.»
د ملګروملتونو د نفوس صندوق د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۴مه نېټه اعلان وکړ چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ډېری اومیندوارې ښځې د زیږون پرمهال د صحي خدماتو د نشتوالي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د دې نهاد د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د هر ۱۰۰زرو زیږونونو په بدل کې ۶۳۸ ښځې ژوند بایلي، او نږدې ۸۰ سلنه ښځې په کلیوالو سیمو کې په کورونو کې زېږون کوي.