فراه کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د یوې مېرمنې په ګډون درې کوډکر او درې شرابجوړونکي نیول شوي دي.
د فراه د امربالمعروف او نهېعنالمنکر رییس عبدالحمید صمیم وايي چې دغه کسان پرون سهشنبه، لیندۍ څلورمه، د بالابلوک او پشتکوه ولسوالیو کې نیول شوي دي.
په ورته مهال د نوموړي په وینا، د یاد ولایت په مرکز کې هم درې شرابجوړونکي نیول شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
صمیم زیاته کړه چې له نیول شویو کسانو څخه د کوډو وسایل، پیسې، کتابونه، څلور بوتله شراب، یو کیلوګرامه چرس او ۱۵ پاکټه نشهلرونکې ګولۍ ترلاسه شوي.
د فراه ځايي چارواکو په وینا، د روان کال له پیله تر دې مهاله ۱۵ کسان د کوډو او جادوګرۍ په جرم نیول شوي دي.