Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالي وشوې

586546638_122224177922044345_2445149764101632297_n (1)

د میدان‌وردګ د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د فوټسال فدراسیون په همکارۍ د دغه ولایت بهسود ولسوالي په «دانه‌قول» سیمه کې د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر ذبیح‌الله وهاج سلام‌وطندار ته وویل، یادې سیالي چې د ولایت په کچه په‌کې ۱۲ غوره لوبډلو ګډون کړی وو، دوه اوونۍ یې دوام وکړ.

هغه وویل، په پای‌لوبه کې د شهید جواد او دانه‌قول لوبډلو پای‌لوبې ته لاره وموندله او شهید جواد لوبډلې وکولای شول چې خپلې سیالي لوبډلې ته ۲-۱ توپیره سره ماته ورکړې او د یادو سیالیو اتلولي خپله کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه چې د یادو سیالیو موخه د فوتسال ورزش ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول او د ورزشکارانو ظرفیت لوړول وو.

د جوړو شویو سیالیو په پای کې د ورزش امریت له لوري غوره لوبغاړو، اتلولۍ ګټونکو او نورو وړ لوبغاړو ته کپونه، ستاینلیکونه، مډالونه او فوتبال توپونه ورکړل شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام