Asset 1SWN

سلام وطندار

ملګري ملتونه: ۲.۳میلیونه راستنېدونکو د افغانستان د رغونې بهیر تر فشار لاندې راوستی

IMG-20251124-WA0010-rf6k3s2fx67ylu4wvn6ywaqbjrulkwh5d15bhd3yq0

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام څانګې د یوه تازه راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې د بېرته ستنېدونکو د ځای پر ځای کولو سیمو له پراخو فشارونو سره مخ دي.

دغه بنسټ تېره ورځ په کابل کې د یاد راپور د خپرولو پرمهال همداراز زیاته کړې چې د دوو ملیونو او ۳۰۰زره بېرته ستنېدونکو د افغانستان د رغېدو بهیر تر فشار لاندې راوستی دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د سیاسي، نوښت، او پوهې برخې مشر پیټر چوهدري ویلي چې افغانان د بېرته میلیونونو ستنېدونکو د جذب لپاره له اقتصادي رکود، اقلیمي بدلون ټکانونو او وروستیو زلزلو له کبله له جدي ننګونو سره مخ دي.

هغه وویل: «وروستیو ویجاړوونکو زلزلو چې په ننګرهار، کونړ او سمنګان کې رامنځته شوې، د روان کال له وچکالۍ سره یوځای، د خلکو پر ژوند او معیشت درانه زیانونه اړولي دي. دې طبیعي پېښو د خلکو کورونه او بنسټیزې جوړې په پراخه کچه تخریب کړي او د بې‌ځایه شویو او کوربه ټولنو د زیان‌منېدو کچه تر پخوا لوړه کړې ده.»

د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام وروستی راپور چې «له ستنېدو تر بیارغونې: د افغان ستنېدونکو او کوربه ټولنو حالت» نومېږي، د هېواد په کچه د ترسره شوې سروې پر بنسټ جوړ شوی دی. په دې سروې کې نږدې ۴۹زره کورنۍ شاملې وې چې له ډلې یې له ۱،۵۰۰ څخه زیاتې ستنېدونکې کورنۍ دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په راپور کې ویل شوي چې ستنېدونکي افغانان تر ډېره د هېواد ختیځو او شمالي ولسوالیو ته ورستنېدلي دي؛ هغه سیمې چې لا له وړاندې د سختې بې‌وزلۍ له ستونزو سره مخ وې. د دې وضعیت له امله د کار، سرپناه، اوبو او نورو اساسي خدماتو لپاره سیالي زیاته شوې او د سیمې د خلکو د زغم وړتیا یې له حد هاخوا تر فشار لاندې راوستې ده.

د راپور د موندنو له مخې، د هر لسو افغان کورنیو څخه نهو د بقا لپاره منفي تګلارو ته مخه کړې ده؛ لکه د خوراکي موادو د وعدو کمول، د شتمنیو پلورل او په پور تکیه کول. همدارنګه، ۸۸ سلنه ستنېدونکې کورنۍ او ۸۱ سلنه کوربه کورنۍ د درنو پورونو سره مخ دي.

د دغه بنسټ مسوولان وایي چې په ختیځو، شمالي او مرکزي سیمو کې پراختیايي پروګرامونه عملي کوي، څو ستنېدونکو او کوربه ټولنو ته د انرژۍ، روغتیايي خدمتونو، اوبو او کاري فرصتونو لاس‌رسی ښه کړي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام استازی، ستیفن رودریګز، وايي: «د عایداتي فرصتونو، اساسي خدمتونو، سرپناه او ټولنیز یووالي د یوځای کولو له لارې، کولای شو په هغو ولسوالیو کې چې د ستنېدو کچه په‌کې لوړه ده، فشار راکم کړو.»

د ملګروملتونو د پر اختیايي پروګرام چارواکي پر دې هم ټینګار کوي چې باید د ستنېدونکو د مېشتېدو سیمو کې پانګونه زیاته شي او د ښځو د کار پر وړاندې محدودیتونه لېرې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام