Asset 1SWN

سلام وطندار

له ایران او پاکستانه۶۵۳۲ افغانان راستانه شوي

کډوال ۲۲

د کډوالو د ستونزو عالي کمېسیون اعلان کړی چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ټولټال شپږ زره او ۵۳۲ افغان کډوال د ایران او پاکستان له لوري په اجباري ډول افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

یاد کمېسیون وايي چې ستانه شوي افغانان د هېواد له څلورو مهمو لارو اسلام‌قلعه (هرات)، د (نیمروز)، ورېښمو پُل، سپین‌بولدک (کندهار) او تورخم (ننګرهار) څخه داخل شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د ستنېدونکو له یوې برخې سره د نغدو پیسو مرستې، بنسټیز خوراکي توکي او د لومړنیو روغتیایي خدمتونو اسانتیاوې برابرې شوې دي، څو دوی وکولی شي د ستنېدو له سختو شرایطو سره مقابله وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په تېرو اوونیو کې د ایران او پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو د ایستلو پروسه په بې‌سارې توګه چټکه شوې ده. یوازې د شنبې په ورځ نږدې ۱۲زره افغان کډوال له دواړو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي وو.

د کډوالو چارو کارپوهان اندېښنه څرګندوي چې د زرګونو ستنېدونکو لپاره د سرپناه، کار، روغتیا او لومړنیو اړتیاوو برابرول د افغان حکومت او نړيوالو مرستندویانو لپاره یو جدي ازمایښت دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام