Asset 1SWN

سلام وطندار

د سمنګان زلزله؛ ۴۸کلن اورنګ: زلزلې زمونږ درد ډېر کړی

زلزله_زدگان در هرات 1

د هېواد په شمال کې وروستۍ زلزلې سلګونه کورنیو ته درانه مالي زیانونه اړولي او د هوا په سړېدو سره ګڼ‌شمېر کورنۍ بې‌سرپناه شوي دي.

د سمنګان د فیروزنخچیر ولسوالي د «رحمت‌اباد» کلي اوسېدونکی ۴۸کلن اورنګ چې په پښه معیوب دی، د شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې زلزلې یې کور وران کړی دی.

هغه چې اوس خېمه کې ژوند کوي، وایي، اصلي درد یې دا دی چې د بې‌وزلۍ، بې‌کسۍ او معیوبیت له امله د کور ابادولو وس نه‌لري.

د ژمي یخې شپې، لوږه او ناڅرګنده راتلونکی د هغه پر اوږو دروند بار دی. «زلزلې بیخي زمونږ درد ډېر کړی، زمونږ کور نړېدلی، هرڅه مو تر خاورو لاندې شول، خلکو مو وسایل د خاورو لاندې را واېست، خپله هم ترخاورو لاندې وو، خدای همدومره فضل کړی چې مونږ ژوندي پاتې یو.»

که څه هم اورنګ سره د حکومت او ځینو سازمانونو له لوري د اوړو او نورو لومړنیو توکو مرستې شوي، خو دی ژمي او د سرپناه‌ نه‌لرلو ته اندېښمن دی.

هغه چې ۸ کسیزه کورنۍ لري، ۳ ماشومان یې هم معیوب دي. ده وویل، یخنۍ یې ماشومان ناروغه کړي او د درملنې لپاره یې پیسې نه‌لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل: «کور مو نیم نړېدلی او نیم درز دی، ماشومان مو اوس هم ډاریږي، په اسانۍ کوټې ته نه دننه کیږي. یو زوی او دوه نجونې مې چې ۱۰ کاله، ۸ کاله او ۳ کاله عمر لري، معیوبان دي. یخني ډېره ده ماشومان مو ناروغه دي، دومره وس نه‌لرم چې درملنه یې وکړم.»

اورنګ چې له غره د بوټو په راټولولو او د کلیو په نورو اوسېدونکو پلورلو ژوند مخ ته وړي، وايي، زلزلې یې ستونزې دوه برابره ډېرې کړي دي. سره له ټولو ستونزو، هغه د مرستې او د بېرته عادي ژوند کولو هیله لري.

هغه وویل: «هوا سړه شوې، هېڅ خوب مو نه وړي، یخ دی، غوښتنه مو دا ده چې کور راته جوړ شي، د کور وسایلو مرسته راسره وشي. یو زوی مې درس لولي چې ۵ ټولګي کې دی. خپله کار نه‌شم کولی او زوی مې یو څه وخت درس خوشې کړی وو او ځکه ما سره یې کار کاوه.»

زلزله‌ځپلی اورنګ همدارنګه وايي چې د ماشومانو معلولیت یې ځوروي، خو د درملنې لپاره یې پیسې نه‌لري.

دی غواړي چې اولادونه یې روغ شي او په خپلو پښو ودریږي. اورنګ له حکومت او مرستندویه سازمانونو هم د مرستو او لاسنیوي غوښتنه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام