Asset 1SWN

سلام وطندار

د لوګر مرکز پل‌علم کې د برښنا رسونې پروژه پيل شوه

d1ecac58-bfe9-4994-87ec-9050f4e3bbaf

 د لوګر  د برښنا ریاست مسوولان وایي چې د برښنا عمومي ریاست د شاوخوا ۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګر مرکز پل‌علم اړوند شپږو کلیو ته د برښنا رسونې نوې پروژه پيل کړه.

د دغه ولایت د برښنا ریاست ریيس مولوي میراحمدولي هاشمي، د پروژې بنسټ ډبرې ایښودلو مراسمو ته وویل، دغه پروژه په راتلوونکو شپږو میاشتو کې د ۱۲ ټرانسفرمرونو د نصبولو سره بشپړه شي چې له پرانېستې سره به یې ۲زره او ۵ سوه کورنۍ له واریداتي برښنا برخمنې شي.

هاشمي زیاته کړه چې د پروژې ټول لګښت د افغانستان برښنا شرکت له‌ لوري ورکول کېږي او له بشپړېدو وروسته به د پل‌علم ښار ترڅنګ شپږ مهمې سیمې، دارالمعلمین، کرېکټ لوبغالي،سټېډیوم، او همدارنګه د شاغاسي، هارون‌خېل او نواباد شاغاسي سیمې له برښنا برخمنې شي.

بل‌خوا د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور د پرانیستې مراسمو پرمهال وویل چې دغه پروژه د لوګر د خلکو لپاره یوه مهمه پرمختیايي لاسته‌راوړنه ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي له خلکو وغوښتل د یادې پروژې په عملي کېدو او  د برښنا سپما کې له برښنا ریاست سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

 سیمې یو شمېر اوسېدونکو هم د پروژې له پیل سره خپله خوښي څرګنده کړه او د پلي‌کېدو پرمهال یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ ته د کورنیو چارو وزارت د شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د برېښنا غځولو چارې پيل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام