د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ميدانوردګ په مرکز میدان ښار، نرخ او سیداباد ولسوالیو کې د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۰ حلقوي ژورو څاګانو د کيندلو چارې پيل کړې.
د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کلیوبیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمدیونس اخندزاده، ورسره مل پلاوی، د ميدانوردګ د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عصمتالله “کرامت” او ګڼ شمېر محلي مسوولانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د میدانوردګ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رییس ملا عصمتالله “کرامت وویل، د یادې پروژه د مسلم هنډ همکارې موسسې لهخوا پلي کېږي چې پکې د څاګانو صوفې کانکریټ او د لاسي بمبو لګول شامل دي.
هغه وویل، د پروژو د عملي کار پرمهال به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابرېږي او د بشپړېدو په صورت کې به شاوخوا ۷۰۰۰ تنه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.