د افغانستان په یوشمېر شمالي ولایتونو کې د لړم میاشتې پر ۱۲نېټه له زلزلې وروسته، په سعودي عربستان کې مېشت د دغه ولایت یوشمېر اوسېدونکو زلزلهځپلو سره د مرستې راټولولو او وېشلو لپاره یو ولسي کمېسیون جوړ کړی دی.
یاد کمېسیون د سوداګرو، پانګهوالو او خیررسونکي له لوري د مرستو راټولولو او تر اړمنو کورنیو پورې د مرستو رسولو په موخه رامنځته شوی دی.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر دې دمه له درې میلیونه افغانیو څخه زیاتې مرستې د سمنګان پر ۷۰۰ زیانمنو کورنیو وېشل شوي دي.
د یاد کمیسیون غړي زیاتوي چې مرستې د ساحوي ارزونو او د اغېزمنو کورنیو تر دقیقې پېژندنې وروسته په منظم ډول ور رسېدلي دي.
ذبیحالله چې د دغه کمېسیون له غړو څخه دی، سلاموطندار ته وايي: «سمنګانیانو په ملاتړ موږ کمېسیون جوړ کړ او د سروې وروسته مو د ۷۳۲ هغه کورنیو سره مرسته وکړه چې د زلزلې له امله زیانمنې شوې وې. دغه کورنۍ د سمنګان په حضرتسلطان، فیروزنخچیر او خُلم ولسوالیو کې وې او د مرستې اړتیا درلوده.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په سمنگان کې زلزلهځپلي وايي چې دغه ولسي کمېسیون د ټولنیز یوالې او د ښاریانو د داوطلبانه مشارکت یوه ښه بېلګه ده چې د بحران په مدیریت کې مهم رول لوبوي. هغوی د مرستو له وېش څخه خوښي څرګندوي.
نادر او نجیب، چې د سمنگان د هغه کورنیو غړي دي چې د زلزلې له امله یې کورونه وران شوي، د کمېسیون له لوري د توزیع شویو مرستو په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره زیاتوي: «زلزله کې مو کورونه ویجاړ شوي او له سمنکاني ورونو چې پیسې یې رالېږلي، مننه کوم، زه ډېر خوښ یم چې زموږ وضعیت یې وارزوه او پوښتنه یې وکړه. له نورو ورونو هم غواړو چې مرستې راورسوي.»
نجیب وویل: «مننه کوم چې راغلل او زموږ وضعیت یې له نږدې ولید او نغدي مرستې یې ووېشلې. ځکه زموږ سیمه کې ډېری ورانی شوی او کورنۍ سرپناه نهلري. جوماتونه هم خراب شوی او د کارونې وړ نهدي. سعودي کې چې ورونه دي، له هغوی مننه.»
همداشان عبدالرحمان، هم له زلزلې ځپلو څخه دی او د یاد کمیسیون مرستې يې ترلاسه کړي، دی له اړوند بنسټونو غواړي چې د زیانمنو کورنیو لپاره د سرپناه د جوړولو او ملاتړ پروګرامونه پراخ کړي.
هغه وویل: «زموږ په درې کلیو کې هر څه ویجاړ شوي دي. شهیدان او ټپیان هم شته. یوازې دوه ماشومان مې ټپیان شوي دي. د تاجرو، وروڼو او مرستندویه ادارو څخه غواړو چې موږ سره مرسته وکړي. ژمی شروع شوی او موږ هیڅ سرپناه نه لرو چې ژوند وکړو.»
د لړم میاشتې د ۱۲مې نېټې ویجاړوونکې زلزلې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د بشري تلفاتو تر څنګ پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي. د شمېرو له مخې، په دې پېښه کې په سمنگان، بلخ او سرپل کې ۲۶ تنه مړه شوي او له زر ډېر نور ټپيان دي. همدارنګه له درې زرو څخه زیات استوګنیز کورونه هم زیانمن شوي دي.