د کډوالو د ستونزو د حل کمېسیون اعلان کړی چې په یوه ورځ کې ۱۰زره او ۴۰۵ افغانان له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي او بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن پنجشنبه، د لړم۲۹مه/ د نومبر په ۲۰مه، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان پرون د افغانستان خاورې ته داخل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، ټوله ۱۷۶۳ کورنۍ چې ۱۰زره او ۴۰۵ کسان کېږي، د کندهار له سپینبولدک، د ننګرهار له تورخم، د هرات له اسلامقلعه او د نیمروز له ورېښمو پل له لارو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کمېسیون زیاتوي چې له ایران او پاکستان څخه پر شړل شویو او راستنېدونکو کسانو باندې د نقدي مرستو، خوراکي توکیو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو د برابرولو لړۍ هم پیل شوې ده.
ایران او پاکستان له ډېر وخت راهیسې د افغانانو د کډوالۍ مهم مقاصد بلل کېږي او یوازې په تېرو دوو کلونو کې د دواړو هېوادونو له لوري د زور او یا رضاکارانه بېرته ستنېدنې په لړ کې له څلورو میلیونو ډېرو افغانانو افغانستان ته راغلي دي.