Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې پېښو سره د مبارزې ریاست ودانۍ ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوه

4438867e-a791-44ad-9f05-e23936138d2c

د میدان‌وردګ چارواکي وایي چې د دغه ولایت د پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست لپاره د ۱۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت نوې ودانۍ جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې پرانېستل شوه.

میدان‌ښار کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې لوي رییس ملا نورالدین ترابي وویل، سږکال دغه ادارې په پنځو ولایتونو کې خپلو ریاستونو ته نوې ودانۍ جوړې کړي چې میدان‌وردګ هم په‌کې شامل دی.

نوموړي همدارنګه وویل، «موږ په راتلونکي کال کې پلان لرو چې په نورو ولایتونو کې هم دا ډول ودانۍ جوړې کړو، څو خپلو هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې شي او په بېړنیو حالاتو کې یې لاسنیوی وشي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د میدان‌وردګ د پېښو سره د مبارزې ریاست رییس مولوي فیض‌الله جلالي وویل، دغه ودانۍ په دوه جریبه ځمکه کې په درې پوړیز ډول د شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړه شوې ده.

جلالي زیاته کړه چې مخکې له دې دغه اداره ودانۍ نه درلوده او خپلې اداري چارې یې په کرایه ځای کې مخته وړې او د یادې ودانۍ له پرانېستې سره به خپلو مراجعینو ته خپل خدمات دوه برابره لوړ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام