د نورستان د والي وياند فريدون صميم وایي چې روان ۱۴۰۴ لمريز کال په دغه ولایت کې د ۹۲۹ ميليونه افغانيو او ۳۶ ميليونه او ۱۰۷زره امريکايي ډالرو په ارزښت ۲۵۷ پراختيايي پروژې پلې شوې دي.
دغه پروژې چې پکې سرکونه، کانالونه، استنادي ديوالونه، د اوبو شبکې، روغتايي مرکزونه، د ښوونځيو ترميم او نور شامل دي د اسلامي امارت او موسسو لخوا رغول شوي دي.
هغه زياته کړې، په دغه پروژو کې ۴۵ ښوونځي ترميم شوي، ۱۰ ښوونځي او درې ديني مدرسې نوې جوړې شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
او په روغتايي برخه کې يې د شپږو روغتايي مرکزونو لپاره ودانۍ جوړې کړې دي.
د هغه په خبره، مرکز پارون کې د ۲۶ ميليونه افغانيو په لګښت د برېښنا د شبکې چارې روانې دي او دغه راز په ياده موده کې مخابراتي انتنونه فعال شوي، بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي، سړې خونې جوړې شوي او ۲۵۰۰ هکټاره ځنګلونه بېرته احيا شوي دي.
صميم وایي راتلونکي کال لپاره يې ۳۵۵ پروژې وړانديز کړي، چې تراوسه ۵۵ پروژې منظور شوي دي.