د وروستیو کلونو پرمهال پروان د کرنې په برخه کې له ګنو ستونزو سره مخ دی، د حاصلخېزو ځمکو کمېدل، د اقلیم بدلون، د اوبو کمښت او د کیفیت لرونکو تخمونو محدود لاسرسی، بزګران له پراخو اقتصادي او تخنیکي ننګونو سره مخ کړي دي.
خو په اوسنیو شرایطو کې، اصلاح شوي تخمونه چې په څېړنیزو مرکزونو او لابراتوارونو کې تولیدېږي، د حاصلاتو د زیاتېدو او د حاصلخېزې د ښهکېدو لپاره یې بزګرانو ته نوې هیلې پیدا کړې دي.
دغه تخمونه د آفتونو، وچکالۍ او بېلابېلو نباتي ناروغیو په وړاندې د لوړ مقاومت له امله د کرنیزو تولیداتو په پراختیا او د خوراکي امنیت په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولای شي. خو د دغو تخمونو کارونه زیاتو لګښتونو ته اړتیا لري، چې بزګرانو ورته اندښمن دي.
د اصلاحشوو تخمونو د یوې تولیدي شرکت رئیس او د افغانستان د تخم تولیدوونکو شرکتونو د ملي اتحادیې د بورډ غړي، عبدالقاهر رباطی، وویل چې دوی هر کال د کرنې وزارت د معیارونو پر بنسټ د پام وړ اندازه اصلاحشوي تخمونه تولیدوي.
نوموړي وویل: «هرکال موږ د کرنې وزارت د معیارونو پربنسټ د اصلاح شویو تخمونو لویه اندازه تولیدوو. زموږ په ولایت پروان او هغه ولسوالیو کې چې کافي اوبه لري، تر ۱۰۰ هکتاره پورې ځمکه تر کښت لاندې دي. موږ هغه تخمونه کرو چې پهکې غنم، سویابین، لوبیا، مۍ او پیاز شامل دي. د تخم تولید ټولې مرحلې د کرنې زراعت د تصدیق شوو معیارونو پر اساس کیږي. هر ډول تخم چې ملي او نړیوالې ادارې ورته اړتیا لري، موږ یې ورته برابروو. خو زموږ تر ټولو لوی خنډ د ثابت بازار نشتوالی دی. ملي او نړیوالې ادارې تخمونه د ملي بورډ لهخوا ټاکل شوې بیې په بدل کې له موږ څخه اخلي او دا تخمونه بیا د بزګرانو لپاره وړیا ورکوي.»
خو یوشمېر بزګران وایي چې د اصلاحشوو تخمونو بیه د بومي تخمونو په پرتله لوړه ده او دا به بزګران په اوږدمهال کې د شرکتونو په وړاندې کمزوري کړي. نذیراحمد چې له کلونو راهیسې د خپل بومي تخم څخه کار اخلي، وایي چې د ده د ځمکې حاصل یوازې د کورنۍ اقتصاد ي لګښتونه پوره کوي .
هغه وایي: «د اصلاح شوو تخمونو بیه چې د شرکتونو له لارې وړاندې کیږي، ډېر لوړه ده. بزګران وروسته له دې چې دغه تخمونه رانیسي، نه شي کولی چې د خپلو زراعتي لګښتونو پوښښ وکړي. د کود او درملو قیمتونه چې د ګلانو او واښو د کنټرول لپاره کارول کیږي، ډېر لوړ دي. کله چې محصول تولیدوو، د پلور لپاره مناسب بازار شتون نه لري.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل بزګر غلامسخي چې له اصلاحشوو تخمونو څخه ښه پایله ترلاسه کړې، وایي: «دا ډول غنم د ناروغیو پروړاندې ښه مقاومت لري؛ خو د بازار د نشتوالي او د تخمونو د لوړې بیې له امله له ستونزو سره مخ یوو. موږ د اسلامي امارت له حکومت څخه غوښتنه کوو چې په هر ولایت او هرې ولسوالي کې سړوخونو ته ودانۍ جوړې کړي، څو زموږ محصولات ضایع نه شي.»
په ورته وخت کې د کرنې برخې متخصصین ټینګار کوي چې د اصلاحشوو تخمونو کارونه باید د مسلکي روزنو، مالي اسانتیاوو او تخنیکي مشورو سره یو ځای ترسره شي، ترڅو بزګران وکولای شي له دغو تخمونو څخه ګټه واخلي.
د کرنې برخې کارپوه، ذبیحالله فرید، وایي چې کرنیزې روزنې او د دولت ملاتړ د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره مهم رول لري.
هغه وایي: «دغه تخمونه ډېر حاصل ورکوي، د افتونو او ناروغیو پروړاندې مقاومت لري او په سختو چاپېریالي شرایطو کې ښه زغم ښيي. د کود او درملو مصرف راکمیږي او د کورنیو غذایي خوندیتوب پیاوړی کېږي. اړینه ده چې د بزګرانو لپاره ورکشاپونه او روزنیز سیمینارونه جوړ شي او د کورني اصلاح شوو بذرونو تولید زیات شي، تر څو د هېواد دننه مارکېټ پیاوړی شي.»
همدارنګه، د پروان د کرنې ریاست د زراعت آمر، مولوي نیازمحمد تائب، وایي چې دوی د اصلاحشوو تخمونو د تولید او وېش په ټولو پړاوونو کې دوامدار نظارت کوي او بزګران د دغو تخمونو کارونې ته هڅوي.
هغه وایي: «د پروان ولایت د کرنې ریاست د اصلاح شوو تخمونو د کیفیت په کنټرول کې مهمه ونډه لري. یوه موسسه چې “شنتل فایلف” په نوم یادیږي، هم اړوند سروې ګانې ترسره کړي دي. د کرنې ریاست فني او مسلکي کارمندان د ولسوالیو او مرکز بزګرانو ته اړینې روزنې ورکوي.»
سره له ټولو یادو ننګونو، اصلاحشوي تخمونه د پروان د کرنې د بدلون لپاره یو ارزښتمن فرصت بلل کېږي. که دقیق پلان، مسلکي روزنې او تخنیکي او مالي ملاتړ برابر شي، دغه تخمونه کولای شي د کروندګرو حاصل او عاید په پراخه کچه لوړ کړي او د کورنیو د خوراکي امنیت د ټینګښت لامل شي.