د بدخشان په مرکز کې د مېوو ونې په دې ورځو کې له یونامعلوم دښمن سره مبارزه کوي. داسې یو افت چې دوه میاشتې وړاندې د فیضاباد په باغونو کې راڅرګند شو، نه یوازې د اوسني فصل حاصلات ګواښي، بلکې د سلګونو کورنیو اقتصادي راتلونکی یې هم له خطر سره مخ کړی دی.
د سیمې بڼوالان د خپلو ونو په تنو او مېوو منځ کې د سپینو چینجيانو له پیداکیدو یادونه کوي. دوی وايي، دغه سپین رنګه چینجي د دوی مېوهلرونکي نیالګي له وچېدو او حاصلات یې د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ کړي دي.
هغه څه چې د باغلرونکو اندېښنې یې دوه برابره زیاته کړي، دا دي چې تراوسه ځايي مسوول چارواکو د دې ستونزې پر وړاندې د مبارزې لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی او پر وړاندې یې بېپروا دي.
رامین د فیضاباد د یفتلبالا د لایابه سیمې یو بڼوال دی. نوموړی وايي دا افت د دوی د باغ په ونو کې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې ولیدل شو چې ډېری مېوهلرونکي ونې په ځانګړي ډول مڼې یې اغېزمنې کړې.
د هغه په وينا، دا افت د سپين چينجي په بڼه دی چې په چټکۍ سره وده کوي او د مېوو د خرابېدو او غورځېدو لامل کېږي.
هغه زیاتوي چې د سیمه ییزو میتودونو له لارې له دې افت سره د مبارزې لپاره د دوی هڅې تر اوسه بې پایلې دي او اندېښنه یې داده چې د دوام په پایله کې یې د ټول کال فصلونه زیان ویني.
هغه وویل: «لومړنۍ نښې دا وې چې موږ په تدریجي ډول د ونو په تنو کې یو ډول سپین چینجي ولیدل، کوم چې خورا کوچني وو، او د وخت په تیریدو سره، دوي تکثر وکړ او ډیر زیات شول، ټولې ونې یې ونیولې، او حتی د ونو پاڼې وچې شوې.»
د بدخشان په فیض آباد کې یو بل باغ لرونکی محمود هم له ورته اندېښنې سره مخ دی. نوموړی وايي، دې افت د حاصلاتو د فصل په درشل کې باغ لرونکو ته جدي مالي زیانونه اړولي دي او ډیری میوه لرونکي ونې یې زیانمنې کړې دي.
د هغه په وينا، د دې آفت د خپرېدو په پایله کې خامې میوې تر بشپړ پخېدو دمخه غورځېږي.
هغه وویل: «زموږ په سیمو کې ډیری د مېوو ونې زیانمنې شوې دي لکه مڼې، شفتالو او زردالو. دغو ونو تر ټولو ډېر زیان لیدلی چې پالنې ته یې زیاته اړتیا ده. دا ونې ډیرې نازکې او زیان منونکي دي، له همدې امله دوی د نورو ونو په پرتله ډیرې زیانمنې شوي دي.»
د فیضاباد یو بل اوسیدونکی جسور وايي چې باغداري او کرنه د دې سیمې د ډیری کورنیو لپاره د عاید یوازینۍ سرچینه ده.
نوموړی زیاتوي، د دې نامعلوم آفت په خپریدو سره چې لا تر اوسه نه دی پیژندل شوی، د میوو ونې او بڼونه سخت زیانمن شوې دي.
د هغه په وینا، دغه موضوع یې څو ځله له اړوند مسؤلینو سره شریکه کړې خو تراوسه ورته هېڅ پام نه دی شوی.
نوموړي وویل: «باغونه او د میوه لرونکو ونو پالنه د عاید یو له اساسي او مهمو برخو څخه دي. که دا وضعیت دوام وکړي، خلک به خپل د عاید سرچینه له لاسه ورکړي. که دوی خپل د عاید سرچینه له لاسه ورکړي، کورنۍ به له ستونزو سره مخ شي. دوی به نور د د ستونزو د اداره کولو توان ونلري او په رښتیا به په بد حالت کې وي. اوس نو هغه پخوانی وخت نه دی چې مونږ ډېر پیسې لرلې. موږ اوس مهال په ډیر بد اقتصادي حالت کې یو. زموږ د عاید سرچینه باغداري ده. موږ هیله لرو چې دا وضعیت ژر تر ژره پای ته ورسیږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له بلخوا د بدخشان د کرنې کارپوه صدیق الله صدیقي هم دا آفت د باغ لرونکو لپاره یو جدي ګواښ ګڼي. هغه ټینګار کوي چې دا آفت لا تر اوسه په سمه توګه نه دی پیژندل شوی او دا روښانه نه ده چې کوم ډول ناروغي یا حشره د میوو د وچیدو او زیان لامل شوې ده.
صدیقي خبرداری ورکوي که په وخت سره یې د مخنیوي تدابیر ونه نیول شي، نو دا آفت کولی شي نورو سیمو ته خپور شي او د باغدارۍ سکتور ته نور زیان ورسوي.
هغه وویل: «هغه اقدامات چې په لنډمهال کې د دې ستونزې د حل لپاره اخیستل کیدی شي، دادي هغه ونې چې ډیرې پرې اخته شوي دي باید پرې شي او وسوځول شي، او سربیره پردې، هغه درمل، زهر او نور زهرجن توکي چې پدې سکتور کې ورته اړتیا ده باید وکارول شي ترڅو هغه ونې چې اخته شوي ندي د ناروغۍ څخه وژغورل شي. په کار ده هغو بزګرانو ته عامه پوهاوی او مشورې ورکړل شي چې تراوسه په دې مسله نه پوهیږي.»
د بدخشان د کرنې ریاست د نباتاتو د ساتنې عمومي مدیر احمد نایل د باغ لرونکو د شکایتونو په ځواب کې وویلد دوي تخنیکي ټیمونه او متخصصین چمتو دي چې زیانمنو سیمې ته سفر وکړي، د آفتونو ډولونه تشخیص او له هغې سره د مبارزې لپاره حل لارې وړاندې کړي.
خو هغه په یو ډول مسؤلیت پر بڼوالو اچوي او نیوکه یې داده چې په خپل وخت یې دوي ته مراجعه نه ده کړې.
هغه وویل: «د بدخشان ولایت، په ځانګړې توګه د فیض آباد او شاوخوا سیمو باغ لرونکي هغه وخت موږ ته راځي کله چې بوټي وده کوي او مېوه نیسي، خو له بده مرغه، دوی په هغه موسم کې موږ ته نه راځي کله چې ځینې عملیات اړین وي، لکه په مني او ژمي کې. موږ هغوی ته څو ځله وویل، روزنه مو ورکړې، خبرې مو کړي خو متاسفانه دوی په دې موضوع کې لږ لیوالتیا لري. باغوانانو خپله ستونزه تاسو ته راوړې ده. موږ نه پوهیږو چې دا څنګه تاسو ته ورسیده، مګر دا لا تر اوسه موږ ته نه ده رسیدلې او له مونږ سره نه ده شریکه شوې.»
بڼوالي د بدخشان د عاید یوه له مهمو سرچینو څخه ده او د کورنیو د اړتیاوو په تامین کې مهم رول لوبوي. دا اقتصادي سکتور په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ، طبیعي افتونو او نباتي ناروغیو په څېر له مختلفو ننګونو سره مخ شوی دی.