Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د پنځه ولایتونو په کچه د ورزشکارانو ترمنځ د کاراتې سیالي وشوې

8155d362-d0fb-4a13-b099-3de17ad55a0f

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وايي چې دغه سیالي د لوګر په کوربتوب د کابل، هرات، فراه او کاپیسا ولایتونو د ۵۲ غوره لوبغاړو ترمنځ شوې وې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سیالې چې دوه ورځې یې دوام وکړ، د افغانستان کیوکوشین کراټې رییس په ګډون د المپیک ملي ادارې یوشمېر مسوولانو او د لوګر ولایت ورزشکارانو ګډون کړی وو.

نوموړي زیاته کړه، په یادو سیالیو کې نونهالانو، نوي ځوانانو او لویانو ګډون کړی او د سیالیو د ترسره کولو موخه په لوګر کې د سوکیوکوشین کاراټې د ورزشي سبک پراختیا، د ورزشکارانو د تخنیکي وړتیاوو پیاوړتیا او د دوی د قانوني پوهې لوړول یاد کړل.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نعیم‌زي زیاته کړه، د یادو سیالیو غوره لوبغاړو ته ځانګړې ډالۍ او ستاینلیکونه هم ووېشل شول.

بل‌خوا د جوړو شویو سیالیو ورزشکاران هم خوښ دي چې په لوګر کې د پنځه ولایتونو په کچه د لومړي ځل لپاره د کیوکوشین کاراټې سیالۍ جوړې شوې، خو ټینګار کوي چې د المپیک ملي اداره دې د لوګر ولایت ورزشکارانو ته د ورزش کولو اسانتیاوې ډېرې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام