د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، ۷ زره او ۶۱ افغانان په اجباري ډول له پاکستان او ایرانه اېستل شوي.
دغه کمیسیون نن جمعه (د عقرب ۲۳مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان تېره ورځ پنجشنبه هرات کې د اسلامکلا، نیمروز کې د ورېښمو پُل، کندهار کې د سپینبولدک او ننګرهار کې د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې يو شمېر بېرته راستنېدونکو ته نغدي مرستې، خوراکي توکي او روغتیايي خدمات هم وړاندې شوي دي.
ایران او پاکستان له کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه هېوادونه دي او د کډوالو نړیوال سازمان د ورکړل شوو مالوماتو له مخې، تېرو دوو کلونو کې له دغو دوو هېوادونو له څلورو میلیون ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.